د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۲ کسان وژل شوي او ۸ ګاډي سوځول شوي


د هدفي وژنو تازه پېښې په میرلي ایپي او عیدکو کې شوي دي ـ پخوانی انځور.
د هدفي وژنو تازه پېښې په میرلي ایپي او عیدکو کې شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلعه کې په جلا جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي او اته ګاډي سوځول شوي دي.

د میرلي او میرامشا چارواکو د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې مخ پټو وسلوالو د اګست پر درېیمه د شپې مهال په میرلي ایپي او عیدکو کې د ارمان خان او ضیا الله په نامه دوه کسان ویشتلي دي او برید کونکي تښتیدلي دي.

پولیس وایي، په میرلي کې په هم هغه شپه په یوه بله پېښه کې د ماړي پیټرولیم په نامه د تیلو او ګیسو کمپنۍ ته سامان وړونکي اته ګاډي نامعلومه کسانو سوځولي خو په پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

ماړي پیټرولیم کمپنۍ په شمالي وزیرستان کې له ځمکې تیل او ګیس باسي. د هغې کمپنۍ پر کارکوونکو تر دې وړاندې هم بریدونه شوي دي او کارمندان یې وژل شوي او تښتول شوي دي.

دا راز د فبرورۍ پر ۱۱مه له کجوري امنیتي پوستې سره نېږدې د ماړي پېټرولیم کمپنۍ د کاروان د امنیت لپاره ورسره پر روانو سرتېرو ځانمرګی برید شوی وو چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول.

په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پیټرولیم کمپنۍ کارکوونکي او اووه نور د اېف سي ځواک سرتېري ول. د هغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر په شمالي وزیرستان کې هم په دې ورستیو کې ناامني لا زیاته شوې ده د کوم له کبله چې هلته په وار وار احتجاجونه هم شوي دي.

د جولای پر دوېیمه په رزمک او میرلي کې په دوه جلا جلا بریدونو کې دوه کسان وژل شوي ول.

سږکال په هغې ضلع کې د هدفي وژنو ۲۶ پېښې شوې دي. په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۶ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۶۰ زیات مشران، مدني او سیاسي فعالان، ځوانان، دیني عالمان، امنیتي سرتېري، سرکاري چارواکي او د ښځو په ګډون نور ولسي وګړي وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ او هدفي بریدونو ضد وخت په وخت احتجاجونه، پرلتونه او جرګې شوي دي او له حکومته یې په سیمه کې د امن د ټینګښت غوښتنې تکرار کړي دي.

دا راز په رزمک کې د تېرو څو ورځو راهیسې د ټولو اتمانزو لویه جرګه روانه ده. دوی د نورو غوښتنو ترڅنګ په سیمه کې د امن باوري کولو مطالبه کوي.

بل لور ته حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG