د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو جرګې شمالي وزیرستان کې د امنیت لپاره بیا احتجاج پیل کړی دی


د اتمانزیو جرګې مشرانو د نومبر پر لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان له انتظامي چارواکو سره جرګه کړې وه.
د اتمانزیو جرګې مشرانو د نومبر پر لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان له انتظامي چارواکو سره جرګه کړې وه.

د شمالي وزیرستان د اتمانزیو جرګې یو ځل بیا د خپلو غوښتنو د پوره کېدو په موخه احتجاج پیل کړی دی او هغې ضلعې ته تلونکې لارې یې تړلې دي.

جرګې دا احتجاج د ډېسېمبر پر ۲۰مه تر هغې وروسته پیل کړ چې حکومت ته یې د غوښتنو پوره کولو لپاره د اقدام لپاره ورکړې نېټه پای ته ورسېده.

د اتمانزیو د احتجاج او لارو تړلو له کبله لسګونه لوی او واړه مال وړونکي ګاډي بند پاتې دي.

د جرګې په غوښتنو کې د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکول شامل دي.

جرګې د نومبر پر شپږمه نېټه ویلي ول چې حکومتي چارواکو پر سټامپ پېپر (قانوني کاغذ) ټولې غوښتنې ولیکلې او د عملي کولو ژمنه یې وکړه.

جرګې او انتظامیې دواړو البته له رسنیو سره هغه کاغذ نه وو شریک کړی او دا یې هم نه وه په ډاګه کړې چې دواړه لوري پر کومو خبرو توافق ته رسېدلي ول.

تر دې وروسته د نومبر پر ۲۷مه هم اتمانزیو د غوښتنو نه پوره کېدو پرضد په میرلي کې د بنو او میرامشا ترمینځ سړک تړلی وو خو د انتظامیې تر ډاډ وروسته یې احتجاج ختم کړ.

په همدې حال کې له جرګې سره د انتظامي چارواکو مستقیم او د ګوندونو د مشرانو له لارې مذاکرات هم روان دي.

د شمالي وزیرستان د سیاسي اتحاد مشر او د عوامي نیشنل پارټۍ غړي خلیل خان د ډېسېمبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د اتحاد غړي د جرګې مشرانو ته ورغلي ول خو هغوی ورسره د احتجاج پر ختمولو سلا نه شول.

دی وايي، د سړکونو تړل او کاربندیز کول ستونزې نه شي هوارولای.

د اتحاد او د پیپلز ګوند مخکښ سیاستوال اصغر داوړ وویل چې د لارو تړلو له وجې عام ولس په تکلیفېږي او کاروبارونه اغېزمنېږي.

دی وايي، هڅه کوي چې د جرګې او انتظامیې ترمینځ هوکړې ته لاره هواره کړي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر منظور اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د جرګې له مشرانو سره یې خبرو ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل چې حکومت د ژمنو پوره کولو ډاډ ورکوي او د دې لپاره یې اقدامات هم کړي دي.

اپرېدي البته زیاته کړه که چا د احتجاج پر مهال د قانون سرغړونه وکړه نو پرضد یې اقدامات کوي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې د اتمانزيو جرګې له مشرانو سره تر دې وړاندې هم څو ځلې خبرې کړې وې خو موافقې يا وروستۍ نتيجې ته نه ول رسېدلي.

په رزمک کې د اتمانزیو د ولسونو د "یووالي" لپاره جرګه د جولای په وروستۍ لسيزه کې پيل شوې وه او له حکومته یې په سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې وه.

د اتمانزیو جرګې مشران وايي چې په شمالي وزيرستان کې هدفي بریدونه روان دي او هلته د ۲۰۱۴ز کال تر ضرب عضب عملیاتو وروسته شاوخوا ۶۰۰ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په زياترو دا ډول غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

پوځ د نومبر پر ۲۱مه وویل چې په شمالي وزیرستان کې یې په نښته کې درې مشکوک وسلوال وژلي دي. پوځ زیاته کړې وه چې په نښته کې یې یو سرتېری هم وژل شوی وو.

تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG