د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو جرګې د چارواکو تر ډاډ وروسته سړکونه خلاص کړي دي


په شمالي وزیرستان کې پر یو سړک مال وړونکې لارۍ تېرېږي - پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې پر یو سړک مال وړونکې لارۍ تېرېږي - پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې مشران وايي، له حکومتي او پوځي چارواکو سره یې تر مذاکراتو وروسته تړلي سړکونه بیرته خلاص کړي دي.

د جرګې ویاند مولانا بیت الله د ډېسېمبر پر ۳۰مه په یو بیان کې وویل، چارواکو ورته د غوښتنو پوره کولو ډاډ ورکړی دی.

ده وویل، حکومت۴۰ نیولي کسان هم ورخوشې کړي دي خو دا یې و نه ویل چې هغه کسان په څه نیول شوي ول.

په سیمه کې د سوداګرو ټولنې عمومي سېکرټر قمر زمان مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړلو ورته لوی زیان اړولی دی او له کبله یې د غلام خان له لارې له افغانستان سره تجارت درېدلی وو.

سوداګرو او ځايي اوسېدونکو د ډېسېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د سړکونو بندېدو له وجې ګڼ مال وړونکي ګاډي ایسار دي او خلک په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخامخ دي. دوی د اتمانزیو له جرګې غوښتي ول چې لارې پرانیزي.

د اتمانزیو جرګې د ډېسېمبر له ۲۰مې راهیسې د احتجاج په توګه هغې ضلعې ته تلونکې لارې تړلې وې چې له کبله یې مال وړونکي ګاډي بند پاتې ول او د خلکو تګ راتګ هم اغېزمن شوی وو.

جرګې دا احتجاج د ډېسېمبر پر ۲۰مه تر هغې وروسته پیل کړ چې حکومت ته یې د غوښتنو پوره کولو لپاره د اقدام لپاره ورکړې نېټه پای ته ورسېده.

د جرګې په غوښتنو کې د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکول شامل دي.

جرګې د نومبر پر شپږمه نېټه ویلي ول چې حکومتي چارواکو پر سټامپ پېپر (قانوني کاغذ) ټولې غوښتنې ولیکلې او د عملي کولو ژمنه یې وکړه.

خو وروسته یې د نومبر پر ۲۷مه هم د غوښتنو نه پوره کېدو پرضد په میرلي کې د بنو او میرامشا ترمینځ سړک تړلی وو البته د انتظامیې تر ډاډ وروسته یې احتجاج ختم کړ.

د اتمانزیو جرګې تر دې وړاندې هم په سیمه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ پرضد احتجاجونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG