د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشا د ړنګو دوکانونو مالکانو حکومت ته د معاوضې ورکولو لپاره ۲ اوونۍ وخت ورکړی دی


پاکستاني پوځيان د ميرامشا په وران کړي بازار کې ولاړ دي. پخوانی انځور.
پاکستاني پوځيان د ميرامشا په وران کړي بازار کې ولاړ دي. پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار سوداګرو انتظامیې ته دوه اوونۍ وخت ورکړی دی چې د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو او زیانمنو شویو دوکانونو تاوان ورکړي.

هغوی د ډېسېمبر پر ۱۴مه، د میرامشا د خبریالانو په مرکز کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې که پیسې یې ترلاسه نه کړې نو د ضلعې ټولې لارې تړي او احتجاجي ناسته پیلوي.

د سوداګرو د ټولنې یو مشر ثنا الله مشال راډیو ته وویل، ټول دوکانداران د ډېسېمبر پر ۱۴مه، د پرلت وهلو لپاره ورغونډ شوي ول خو د انتظامي مشر پر غوښتنه یې احتجاج ځنډولی دی.

هغه وویل "انتظامي مشر موږ وغوښتو او راته یې وویل چې انشاالله تاسې ته به په دوو هفتو (اوونيو) کې دننه د [تاوان] چېکونه درکړو. که په دوو هفتو کې یې د چېکونو راکول شروع نه کړل نو موږ به بیا ټول دوکانداران راغواړو او [سړکونه] به زموږ د مسلې تر حل کېدو پورې بندوو."

د میرامشا د بازار دوکاندارانو تر دې مخکې هم د تاوان پیسو ترلاسه کولو لپاره مظاهرې کړې دي. د هغې سیمې بازار د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال ړنګ شوی وو.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر منظور اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت لا ضلعې ته پیسې نه دي لېږدولي خو چې څنګه یې ترلاسه کړي نو په دوکاندارانو به یې ووېشي.

ده زیاته کړه چې د شمالي وزیرستان انتظامیې په تېرو کلونو کې ۲،۹۵۰ دوکاندارانو ته پیسې ورکړې وې او نورو ته یې هم ژر ورکول پیلوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات پیل کړي ول چې له کبله یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول او د سیمې د خلکو په وینا، پکې بازارونو او ودانیو ته پراخ زیانونه اوښتي ول.

حکومت تر عملیاتو وروسته ژمنه کړې وه چې د بیارغونې او پرمختیايي چارو تر څنګ به اغېزمنو خلکو ته د دوکانونو او کورونو معاوضې ورکوي.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې د سیمې د خلکو خپلو کلیو ته د ستنېدو بهیر پیل شو نو د شاوخوا دوو کلونو په موده کې انتظامیې او پوځ د میرامشا او میرلي د بازارونو څه برخې بیا ورغولې.

د ۲۰۲۳ز کال د جون پر ۱۶مه، هغه مهال د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ مشال راډیو ته وویل چې یو نیم ارب روپۍ به ژر صوبايي حکومت ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړې وه چې دا پیسې به بیا پر دوکاندارانو ووېشل شي، خو د دوکاندارانو په وينا، هغوی لا هم د دغو معاوضو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG