د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو جرګې د پوځ له مشر سره د لیدو پر سر ولسي مشران جرمانه کړي دي


د پښتنو په یوشمېر سیمو کې د ستونزو د حل لپاره جرګې جوړېږي ـ پخوانی انځور.
د پښتنو په یوشمېر سیمو کې د ستونزو د حل لپاره جرګې جوړېږي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې په وروستیو کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره لیدونکي مشران جرمانه (جریمه) کړي دي.

د اتمانزیو جرګې مشر ملک نصر الله وزير د اګست پر اتمه په رزمک کې غونډې ته په وينا کې وويل چې له هغو مشرانو به ۵۰ لکه روپۍ جرمانه اخلي.

په رزمک کې د اتمانزیو د ولسونو د "یووالي" لپاره هغه جرګه د جولای له وروستۍ لسیزې راهيسې روانه ده او له حکومته یې په سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.

د هغې جرګې مشرانو د ناستې تر پیلېدو وروسته اعلان کړی وو چې تر هغو چې یې ټولې پرېکړې نه وي کړې نو ولسي مشران به له حکومتي او پوځي چارواکو سره په ناستو او غونډو کې ګډون نه کوي.

د وزیر په خبره، یوشمېر مشرانو د دې پرېکړې سرغړونه کړې نو ځکه یې جریمه کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې څومره ولسي مشران جرمانه شوي دي.

حکومت لا د اتمانزیو جرګې او د ولسي مشرانو د جریمه کولو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د شمالي وزیرستان یو ځايي مشر ملک خان مرجان د اګست پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې "د قبايلو د خير لپاره" يې د پوځ له مشر سره په جرګه کې ګډون کړی وو.

نوموړي پوښتنه پوښتنه وکړه چې د اتمانزیو جرګه ورباندې د کوم قانون له مخې جرمانه لګوي؟

دا په داسې حال کې ده چې جنرال عاصم منير د اګست پر اوومه د پېښور په بالاحصار کې د سرحدي ځواکونو په مرکزي قوماندانۍ کې د خيبر پښتونخوا د قبايلي ضلعو له یوشمېر مشرانو سره وکتل.

پوځ په بیان کې ویلي دي چې جنرال منیر جرګې ته وویل چې له وسلوالو سره يوازې دا لار پاتې ده چې د ریاست واک و اختيار ومني او که داسې نه کوي نو ختم به یې کړي.

XS
SM
MD
LG