د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوالان وايي د اتمانزیو جرګې احتجاج یې انتخاباتي کیمپېن اغېزمنوي


د نومبر پر لومړۍ نېټه چارواکو د اتمانزیو جرګې مشرانو ته د غوښتنو پوره کولو ډاډ ورکړی وو.
د نومبر پر لومړۍ نېټه چارواکو د اتمانزیو جرګې مشرانو ته د غوښتنو پوره کولو ډاډ ورکړی وو.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې له لوري د ډېسېمبر له ۲۰مې راهیسې د روان احتجاج پر مهال هغې ضلعې ته تلونکې لارې لا هم تړلې دي چې له کبله یې مال وړونکي ګاډي بند پاتې دي او د خلکو تګ راتګ هم اغېزمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره هلې ځلې په پراخېدو دي خو د شمالي وزیرستان سیاستوالان وايي چې احتجاج یې کیمپېن اغېزمنوي.

د جرګې مشران وايي چې حکومت ته یې د سیمې د امنیت په ګډون یوشمېر مطالبې وړاندې کړې دي چې پر ډاډ سربېره یې نه دي پوره کړې، نو ځکه یې احتجاجاً لارې وتړلې.

په همدې حال کې انتظامي چارواکو د اتمانزیو جرګې له مشرانو سره هم خبرو ته دوام ورکړی دی.

په شمالي وزیرستان کې د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ احتمالي نوماند خالد جان داوړ د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې د لارو بندېدو له وجې انتخاباتي کیمپېن نه شي کولای.

د سیمې اوسېدونکی او مدني فعال ریحان پښتین هم وايي چې د شمالي وزیرستان ټولې عمومي لارې تړلې دي چې له وجې یې د خلکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه د شمالي وزیرستان سوداګرو هم ویلي ول چې د لارو بندېدو له کبله یې مال وړونکي ګاډي ایسار دي او مالي زیان ګالي.

دوی مشال راډیو ته ویلي ول چې د احتجاج له کبله د غلام خان له لارې له افغانستان سره سوداګري هم درېدلې ده.

اتمانزیو جرګې د ډېسېمبر پر۲۰مه یو ځل بیا د خپلو غوښتنو د پوره کېدو په موخه احتجاج پیل کړ او هغې ضلعې ته تلونکې لارې یې وتړلې.

جرګې دا اقدام تر هغې وروسته وکړ چې حکومت ته یې د غوښتنو پوره کولو لپاره د اقدام لپاره ورکړې نېټه پای ته ورسېده.

د جرګې په غوښتنو کې د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول او د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکول شامل دي.

جرګې د نومبر پر شپږمه نېټه ویلي ول چې حکومتي چارواکو پر سټامپ پېپر (قانوني کاغذ) ټولې غوښتنې ولیکلې او د عملي کولو ژمنه یې وکړه.

د اتمانزیو جرګې وروسته د نومبر پر ۲۷مه هم د غوښتنو نه پوره کېدو پرضد په میرلي کې د بنو او میرامشا ترمینځ سړک تړلی وو خو د انتظامیې تر ډاډ وروسته یې احتجاج ختم کړ.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر منظور اپرېدي د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې د جرګې له مشرانو سره یې خبرو ته دوام ورکړی دی.

هغه وویل، د جرګې له مشرانو سره یې د ډېسېمبر پر ۲۴مه هم خبرې کړې دي او هڅه کوي چې هغوی مطمین کړي.

اپرېدی زیاتوي چې حکومت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او د اتمانزیو د غوښتنو عملي کولو لپاره یې اقدامات هم کړي دي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې د اتمانزيو جرګې له مشرانو سره تر دې وړاندې هم څو ځلې خبرې کړې وې خو موافقې يا وروستۍ نتيجې ته نه ول رسېدلي.

په رزمک کې د اتمانزیو د ولسونو د "یووالي" لپاره جرګه د جولای په وروستۍ اوونۍ کې پيل شوې وه او له حکومته یې په سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې وه.

د اتمانزیو جرګې مشران وايي چې په شمالي وزيرستان کې هدفي بریدونه روان دي او هلته د ۲۰۱۴ز کال تر ضرب عضب عملیاتو وروسته شاوخوا ۶۰۰ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په زياترو دا ډول غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG