د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلګت بلتستان کې په وسلوال برید کې ۹ تنه وژل شوي، ۲۶ ژوبل دي


په ګلګت کې یو امنیتي سرتېری پر سړک په خپله پوسته کې پهره کوي - پخوانی انځور.
په ګلګت کې یو امنیتي سرتېری پر سړک په خپله پوسته کې پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې په یو برید کې د دوو پاکستانیو پوځیانو په ګډون نهه تنه وژل شوي او ۲۶ ژوبل دي.

حکومت د ډېسېمبر دویمې نېټې تر برید وروسته پر قراقرم لویه لاره د خلکو تګ راتګ محدود کړی دی.

د ګلګت بلتستان د کورنیو چارو وزیر شمس لون د ډېسېمبر پر دویمه خبري غونډې ته وویل چې حمله په چېلاس کې راولپېنډۍ ته پر روان مساپر وړونکي بس او د امنیتي ځواکونو پر ګاډي شوې ده.

ده وویل چې وسلوالو له نېږدې غونډیو څخه پر ګاډو ډزې وکړې چې مرګژوبله یې واوړوله او په وژل شویو کې دوه او په ژوبلو کې یې یو پاکستانی سرتېری دی.

رویټرز اژانس د سیمې د حکومتي ویاند محمد علي جوهر رسنیو ته وویل چې ژوبل کسان یې نېږدې روغتون ته لېږدولي دي.

لون د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د امنیتي ځواکونو ګاډی ولې مساپر وړونکی بس بدرګه کاوه، وویل چې په وروستیو کې امنیتي وضعیت داسې وو چې حکومت د خلکو د امنیت لپاره له مساپر وړونکو ګاډو سره امنیتي سرتېري هم لېږدوي.

تر اوسه پورې چا د حملې ذمه واري نه ده منلې او دا هم نه ده معلومه چې هغو وسلوالو ولې پر ګاډو ډزې وکړې.

خو د ګلګت بلتستان د کورنیو چارو وزیر شمس لون وویل چې په "ترهګر برید کې یو سني دیني عالم هم ژوبل" شوی دی او د بریدګرو موخه "مذهبي کرکه زېږول" دي.

ده پر دیني عالمانو غږ وکړ چې له دې څخه دې فرقه ییزه مسله نه جوړوي.

د ګلګت بلتستان چارواکي وايي چې په برید کې وژل شوي د صوابۍ، کوهستان، پېښور، مانسهرې، سکردو او سیند صوبې اوسېدونکي ول.

د روان کال په اګست کې په ګلګت بلتستان کې تر هغې وروسته د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوه چې د دواړو خواو دیني عالمانو پر یو بل د مذهب د سپکاوي تورونه پورې کړل.

په سېپټېمبر کې د اعلاوزیر په منځګړتوب د شیعه او سني مشرانو یوه ګډه کمېټي جوړه شوه چې موخه یې د شخړو مخنیوی کول دي. هغې کمېټۍ په یو ګډ بیان کې د چېلاس برید غندلی دی او پر خلکو یې د ارامه پاتې کېدو غږ کړی دی.

ګلګت بلتستان له چین، هند او افغانستان سره پوله لري او هغه سیمه د چین د یوې کړۍ یوې لارې نوښت د چین – پاکستان اقتصادي لارې د پروژو برخه ده او پکې د دیامر باشا په نوم یو بند د بیجنګ په مرسته جوړېږي.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر چینايي وګړو، مزدورانو او انجینرانو خونړۍ حملې شوې دي. د ګلګت بلتستان د کورنیو چارو وزیر شمس لون هغو پروژو ته په اشاره وویل چې دا امکان هم شته چې د چېلاس برید د پانګوالو وېرولو لپاره شوی وي، خو زیاته یې کړه چې وسلوال به د دې موخې په ترلاسه کولو کې بریالي نه شي او حکومت به یې د موندلو لپاره سخت اقدامات وکړي.

د ګلګت بلتستان پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د روان کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني زیاته شوې ده او وخت په وخت حملې کېږي.

د نومبر پر ۲۶مه د بنو په بکاخېلو کې په ځانمرګي برید کې دوه تنه ووژل او د اېف سي ځواک د سرتېرو په ګډون ۱۰ ژوبل شول. د پاکستان پوځ وویل چې برید د حافظ ګل بهادر ډلې یو وسلوال کړی وو چې د افغانستان تابعیت یې درلود.

تر دې مخکې د نومبر پر ۲۳مه وسلوالو په شمالي وزیرستان کې د ځنګلونو د ادارې یو کارکوونکی وواژه او د پېښې له ځایه وتښتېدل. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې خو پولیسو مشال راډیو ته وویل چې مقدمه یې دایره کړې او د وسلوالو لټون کوي.

د نومبر پر ۲۲مه په شمالي وزیرستان کې ځمکلاندې بمي چاودنې دوه پوځیان ووژل او پر هم هغه ورځ په خیبر کې پر پوستې په برید کې یو پولیس ووژل شو. پر هم هغه ورځ د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې په بمي چاودنه کې د یو ولسي مشر په ګډون درې ملکي وګړي ووژل او څلور ژوبل شول. د هغو بریدونو ذمه واري هم چا نه وه منلې.

له دې پرته، د نومبر پر ۲۲مه د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې پر پوستې په وسلوال برید کې دوه سرتېري ووژل شول چې ذمه واري یې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ومنله.

د نومبر پر ۲۲مه د باجوړ په خار او ډمه ډوله کې په دوو چاودنو کې دوه تنه ووژل او درې ژوبل شول. د هغو چاودنو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې یوه ورځ مخکې د شمالي وزیرستان په میرلي کې په دوو جلا، جلا حملو کې یو کس او د نومبر پر ۱۵مه هم په هغه ښار کې په حمله کې دوه تنه وژل شوي ول.

خو په عین حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ د نومبر پر ۲۱مه وویل چې په شمالي وزیرستان کې یې په نښته کې درې مشکوک وسلوال وژلي دي. پوځ زیاته کړې وه چې په نښته کې یې یو سرتېری هم وژل شوی وو.

پوځ تر دې مخکې د نومبر پر ۱۶مه د خیبر پښتونخوا په پېښور او ټانک کې د عملیاتو پر مهال په نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په اګست کې د خپلې دندې پیلولو پر مهال ویلي ول چې د ترهګرۍ پرضد نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG