د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا یو شمېر کورنۍ وایي د پوځ په امر دویم ځل کډوال شوي دي


په خیبر کې په ۲۰۱۳ز کال کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو له وجې زرګونه کسان بې کوره شوي ول. پخوانی انځور.
په خیبر کې په ۲۰۱۳ز کال کې د بدامنۍ او پوځي عملیاتو له وجې زرګونه کسان بې کوره شوي ول. پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې خیبر په تیرا کې یو شمېر کورنۍ وايي یو ځل بیا له خپلو سیمو کډه شوي او خوندي ځایونو ته تللي دي.

د دې کډه شویو کورنیو غړیو د نومبر پر ۱۹مه، مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په امر یې دویم ځل خپل کورونه پرېښودل او اوس پکار ده چې حکومت ورسره پوره مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې په دې وروستیو کې ناامني زیاته شوې او امنیتي ځواکونه وایي، هلته د عملیاتو تیاري کوي.

په خیبر کې د ملیشې ځواک تیرا رایفلز یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د نومبر پر ۱۹ مه، مشال راډیو ته وویل چې پوځ د تیرا په لېرې پرتو برخو کې د وسلوالو ضد عملیات کول غواړي.

هغه د دې عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل چې دا به د وسلوالو د پټنځایونو ضد هوایي او ځمکني عملیات وي. نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې عملیات د تیرا په کمرخېلو، سپاه، ذخه خېلو او د اکاخېلو په ځینو برخو کې وشي.

له کمرخېلو د ټیکا خان په نامه یو کډه شوي کس مشال راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۴ ز کال کې یې هم کډه کړې وه خو د څو کالو تر بې کورۍ وروسته خپل کلي ته لاړل او اوس یې بیا کډه وکړه.

ده وویل، " مخکې کې مو هر څه وران ویجاړ شول او څاروي او فصلونه رانه پاتې شول. اوس یو وار بیا راته وویل شو چې له سیمې ووځئ نو مجبور شو او په دویم وار مو هر څه پریښودل او ډير مشکل سره مخ شو. تر اوسه راسره څه مرسته نه ده شوې."

د جړوبي پاوس خان وایي، د هغوی او شاوخوا کلیو ته ویل شوي چې کورونه پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه، " زموږ لپاره دې په مستقله توګه د هستونګې متبادل بندوبست وشي ځکه چې کله مو پېښور ته بیایي، کله کوهاټ او کله مو ورسک ته ولېږي نو دا ډېر د کړاو نه ډک کار دی."

پاوس خان وویل، په تیرا کې له سنډا پال، خاپور، درې نغري، باغ حرام او جړوبي څخه خلکو ته ویل شوي چې ووځئ. د ده په وینا، دا ځایونه یې خالي‌کړي دي.

د باړې مرستیال کمشنر شهاب الدین خان مشال راډیو ته ویلي چې د بې ځایه شوو خلکو لپاره د خیبر ضلعې د ریلیف څانګې ته ذمه واري سپارل شوي او هغوی د بې کوره شویو سره مرستې کوي.

د نومبر پر شپږمه په تيرا کې له وسلوالو سره په نښته کې د یو افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري ووژل شول. د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) ترمخه، په وژل شویو کې یو کرنل او درې سرتېري شامل دي.

د خیبر په باړه او تیرا کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې سر ته ورسېدل او کډوال ورستانه شول خو د سېمې ولس وایي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې هلته بیا د بدامنۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي.

په خیبر کې پوځ د وسلوالو پر ضد بیا بیا عملیات کړي خو په ۲۰۱۶ز کال کې پوځ ادعا کړې وه چې ټوله سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې او د خپل کنټرول لاندې یې راوستلې ده.

د تیرا او باړې ولسي وګړي وایي چې هلته له ۲۰۱۷ز کاله تر ۲۰۲۱ز کال تر اخیرې پورې امن وو خو له ۲۰۲۲ز کال وروسته هلته ناامنۍ یو ځل بیا زور ونیو او د قلنګ اخیستنې او هدفي وژنو لړۍ تېزه شوه.

تیرا له پېښوره نېږدې ۱۰۰ کیلومیتره لېرې د افغانستان د ننګرهار ولایت سره لګېدلې ده. دا د ځنګلونو ډکه غریزه سیمه ده چې ځینې څنډې یې د کورمې او اورکزیو سره هم لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG