د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر خپلو وګړو غږ کړی چې په ګلګت بلتستان کې ډېر پام وکړي


 د شيعه مذهبي مشر پرضد د مقدمې له درجېدو سره په ګلګت بلتستان کې د احتجاجي جلسو سلسله خپره شوه.
د شيعه مذهبي مشر پرضد د مقدمې له درجېدو سره په ګلګت بلتستان کې د احتجاجي جلسو سلسله خپره شوه.

په پاکستان کې د امریکا سفارت پر امریکايي ښاریانو غږ کړی چې د پاکستان تر انتظام لاندې ګلکت بلتستان کې د احتجاجونو له کبله هلته ډېر پام وکړي.

امریکا سفارت دا خبرداری د سېپټمبر پر دویمه ناوخته پر ایکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې ورکړی دی.

په بیان کې راغلي چې دوی پر ټولو امریکايي ښاریانو په کلکه ټینګار کوي د ګلګت بلتستان په سکردو او دیامیر ښارونو کې شویو احتجاجونو ته په کتو هلته ډېر احتیاط وکړي.

بیان زیاتوي چې امریکايي ښاریانو ته په کار ده چې له لویو غونډو لرې و اوسي،‌ د تازه حالاتو لپاره ځايي‌ رسنۍ وګوري او پر شاوخوا حالاتو نظر وساتي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان تر انتظام لاندې ګلګت بلتستان حکومت په ځينو ځایونو کې د امنيت لپاره د پولیسو تر څنګ رينجرز او ايف سي ځواکونو هم ورغوښتي دي.

دا خبره د سېپټمبر پر دویمه نېټه د ګلګت بلتستان د اعلا وزیر ګلبر خان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د ګلګت بلتستان زياتره سيمي د تګ راتګ لپاره خلاصې دي خو ځايي اوسيدونکي وايي چې له تيرو اتو ورځو راهسې هلته د خراب امنيت له کبله تعليمي ادارې بندې دي.

ځايي‌ حکومت په لس واړه ضلعو کې د خلکو پر غونډېدو يا جلسو هم بندیز لګولی دی او وايي چې دا کار یې د شيعه او سني ډلو تر منځ د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره کړی دی.

پولیسو د تشدد پارونې په تور پر ځينو کسانو مقدمې هم درج کړې دي.

بل پلو د پاکستان د اطلاعاتو نګران وفاقي وزیر مرتضا سولنګي د سېپټمبر پر درېمه پر ایکس پاڼه لیکلي چې په ګلګت بلتستان کې حالات بلکل عادي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د مذهبي او فرقه ییزو اندېښنو له کبله په هره سیمه کې خلک احتجاج کوي خو د ده په وینا، هلته پوره کراري ده.

نوموړي پر ایکس پاڼه داسې ویډیوګانې هم خپرې کړې دي چې د ده په وینا، په ګلګت بلتستان کې د عادي حالت څرګندونه کوي.

د ګلګت یو ځايي خبريال نديم خان د سېپټمبر پر دویمه نيټه مشال راډيو ته وویل چې حکومت د دې سیمو په لس واړه ضلعو کې د قانون ۱۴۴مه دفعه عملي کړې ده.

د پاکستاني قانون ۱۴۴مه دفعه چې په کومه سیمه کې ولګول شي بیا هلته پر داسې ټولو غونډو بندیز وي چې تر پنځه زیات کسان پکې را غونډېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د اګست له ۲۵مې راهیسې په ګلګت بلتستان کې شيعه او سني مشرانو د يو بل پر ضد داسې بيانونه ورکړي وو چې د جګړو د پيل اندېښنې یې زیاتې کړې وې.

خبريال نديم خان د سېپټمبر پر دویمه نيټه مشال راډيو ته وویل چې د سني مسلمانو په مدعيت کې د شيعه مذهبي مشر پرضد مقدمه درج شوې خو له دې سره په ګلګت بلتستان کې د احتجاجي جلسو سلسله خپره شوه.

د احتجاج یوه څنډه
د احتجاج یوه څنډه

د ګلګت اوسيدونکي او د کالج زده کوونکي محمد عارف مشال راډیو ته وویل چې کله هم هلته جلسې او جلسونه او مذهبي تاو تريخوالی وي نو ورسره ټولې تعليمي ادارې بندې او انټرنیټ متاثره وي.

ده وویل، په ګلګت کې داسې ډيرې پېښې تر دې وړاندې هم شوې دي چې له کبله یې تر یوې میاشتې تعلیمي ادارې تړل شوې وي.

د ده په وینا، په داسې حالت کې انټرنیټ هم بند شي‌ او دوی په ان لاین توګه لا هم زده کړې نشي‌ کولای.

د ګلګت بلتستان د اطلاعاتو محکمې د سېپټمبر پر دویمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د ولس د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د سیمې امنیت ګډوډ کړي.

XS
SM
MD
LG