د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ ضد اقداماتو ګړندي کولو پرېکړه کړې ده


نېکټا اداره د ترهګرۍ د ختمولو لپاره جوړه شوې وه: انځور له ارشیفه
نېکټا اداره د ترهګرۍ د ختمولو لپاره جوړه شوې وه: انځور له ارشیفه

د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره جوړ شوي نېشنل اېکشن پلان د رابطې كمېټۍ غونډه وشوه.

غونډه د نومبر په ۲۴مه، د کورنيو چارو د نګران وزير سرفراز بګټي په مشرۍ کې نېشنل کاونټر ټررېزم اتارټي ( نيكټا) په مرکزي دفتر کې وشوه. په غونډه کې د پاکستان د پوځ او پولیسو مهمو چارواکو ګډون وکړو او د نېشنل اېكشن پلان د پلي کيدو جاج واخیستل شو. په یاده غونډه کې د هرې صوبې د پوليسو مشر غونډې ته معلومات ورکړل.

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په ملک کې به ترهګري په مکمله توګه له منځه وړل کېږي څو سرمايه کارانو او سوداګرو ته د خوندیتوب احساس ورکړل شي. نوموړي وویل، په خيبرپښتونخوا کې نویو شاملو شویو قبايلي ضلعو کې به ترقياتي کارونه پيل کيږي او هلته به د صنعتکارانو او مزدورانو حفاظت يقيني کيږي.

له غونډې وروسته د کورنيو چارو د وزارت لخوا د جاري شوې يوې اعلاميې تر مخه سرفراز بګټي وويل چې پخوانیو خاصه دارو ته چې اوس په پولیسو کې شامل شوي دي کافي وسايل او ټريننګ ورکول کیږي چې په قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ پر وړاندې بریا ترلاسه کړي او په موثره توګه ترهګر له مينځه يوسي.

ځينې تجزيه نګاران د غونډې په هکله وايي چې دا د ترهګرۍ خلاف د حکومت سنجيدګي ښکاره کوي خو ځينې نور بیا پوښتنه کوي چې نېشنل اېکشن پلان لس کاله پخوا جوړ شوی دی نو تر اوسه عملي ولې نه شو؟ په غونډه کې د شوو پرېکړو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې په پيښور پوهنتون کې د ژورنالزم استاد او کالم لېکونکي ډاکټر عرفان اشرف مشال ريډيو ته وويل: "د نېشنل اېکشن پلان په حواله چې کوم ميټنګ شوی دی، په دې کې د پاکستان رياست نمايندګي موجوده وه خو په دي کې څه داسې نوې خبره نه ده شوې چې مخکې نه وي شوې يا مخکې پکې د پاکستان رياست نه وي ناکام شوی."


د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اعلاميې تر مخه په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ترهګرو او تندلارو ډلو مالي مرسته کونکو خلکو او سازمانونو خلاف به هم سخت ګامونه اخیستل کېږي. په اعلاميه کې عامو خلکو ته هم ويل شوي دي چې ممنوع ګرځول شویو تنظيمونو او اشخاصو ته دې چندې نه ورکوي.

د ترهګرۍ په ختمولو کې د غونډې د اهميت په باره کې د يو سوال په ځواب کې په اسلام اباد کې د ورلډ ټريبيون ايډيټر افتخار مشواڼي مشال ريډيو ته وويل:

"دا اوچتې پایې یوه غونډه وه چې زه یې ستاینه کوم، پکار ده چې داسې غونډي جوړې شي خو اوس په ملک کې انتخابات کيدونکي دي او د انتخاباتو لپاره هم پرامن ماحول پکار دی، په دې اجلاس کې د انتخاباتو د تيارۍ په حواله څه خبره نه ده شوې. دا هم يو سوال دی چې دهشت ګردي په دې يو نيم کال کې ولې زياته شوه؟ له دې نه وړاندې د پي ټي اې حکومت و نو دا دهشت ګرد چرته لاړ وو؟"


په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د هغو کسانو پر وړاندې به سخت قانوني چلند کيږي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د کرکې مواد خپروي. د غونډې ګډونوالو وويل چې مرکزي حکومت به په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ سره مبارزه کونکو ادارو ته وسايل او روزنه ورکوي.

په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د نوې څپې او د حکومت د تصميم په اړه په اسلام اباد کې د خيبر ټي وي ډايرکټر نيوز مبارک علي مشال ريډيو ته وويل:

" تيره شپه په لکي مروت کې وسله والو د پوليسو په يوه څوکۍ حمله کړې ده< بيا مقامي خلک راغلي دي ټوپکې ېې راخیستې دي او هغه پوليس والا ېې د حمله کونکو نه ژغورلي دي. دا د بېګا شپي خبره ده، دغه شان په ټول ملک کې د دهشت ګردۍ سره د جنګ په حواله په خلکو کې د عدم تحفظ او عدم اطمينان احساس دی. "

په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې په ملک کې د امنينت ښه کولو په خاطر به د بې اسناده کډوالو ويستلو ته ادامه ورکول کيږي.

د يادونې وړده چې په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د وسله والو د حملې نه پس د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د هغه وخت حکومت نېشنل اېکشن پلان جوړ کړی وو چې د نورو ګامونو تر څنګ يې په پوځي عدالتونو کې د ترهګرۍ د مقدمو اورېدنه پيل کړې وه او يو شمېر خلکو ته ېې سزاګانې هم اورولې وې.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG