د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي ۳ وسله وال او يو سرتيری وژل شوي


په وزیرستان کې يو امنيتي سرتيری - انځور له ارشیفه
په وزیرستان کې يو امنيتي سرتيری - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي د وسله والو سره په نښته کې یې ۱ سرتيری وژل شوی خو دوی ۳ وسله وال وژلي دي.

همداراز چارواکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې په دوو بریدونو کې يو تن وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی. د شمالي وزیرستان د میرلي تاڼې یو چارواکي عارف د نومبر پر ۲۱مه، مشال راډيو ته ويلي چې دا هدفي بریدونه وو. د هغه په خبره وسله وال تر حملې وروسته تښتېدلي دي.

بل پلو د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداراې اې اېس پي ار نن په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د نومبر پر ۲۰مه یې، د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ او وزیرستان کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې ۳ وسله وال وژل شوي او د سړک غاړې په بمي چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي‌ ويلي.

په دې وروستیو کې په لکي مروت، ډېره اسماعیل خان او خواو شا سیمو کې د وسله والو فعالیتونه زیات شوي دي چې پر ضد یې د پاکستان پوځ وخت په وخت عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG