د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګلګت بلتستان حکومت د شيعه - سني شخړو مخنيوي لپاره ديني عالمان ورغوښتي


سکردو ته پر تللې لاره د امنيتي ځواکونو د تالاشۍ پوسته - انځور له ارشيفه
سکردو ته پر تللې لاره د امنيتي ځواکونو د تالاشۍ پوسته - انځور له ارشيفه

د ګلګت بلتستان وزيراعلی وايي چې د شيعه او سني ډلو ترمنځ د ترينګلتيا د زیاتېدو مخنيوي لپاره یې د پاکستان له نورو برخو ديني عالمان ورغوښتي دي.

وزيراعلی حاجي ګلبرخان د سيپتمبر پر څلورمه، په خپل دفتر کې د خبري غونډې په وخت وويل چې غواړي ديني عالمان د شيعه او سني ډلو ترمنځ خبرې وکړي او د تاوتريخوالي مخنيوي وشي. هغه زیاته کړه چې امنيتي ځواکونه د شخړو مخنيوي لپاره بيداره دي او ناامني به نه پيښيږي.

په ګلګت بلتستان کې د اګست له نيمايي راهیسې ناکراري ده. هغه مهال يو شيعه عالم، مولانا اغا باقر الحسیني په خپل يو تقریر کې ځيني داسې خبرې وکړي چې سني ډلو سپکاوه وباله. تر دې وروسته دواړو خواوو د يو بل پر خلاف بیانونه ورکړل. پولیسو د الحسيني پر ضد د تشدد پارونې په تور ايف ای ار درج کړی دی. خو نوموړي د سيپتمبر پر ۲۷مه، په سکردو کې د خپلو پلويانو یوې لویې جلسې ته په وينا کې وويل چې پولیس دې د هغه په خلاف مقدمه واپس واخلي او هغه چا چې مقدمه درج کړې، ګرفتار دې شي.

تر دې مخکې سني ډلو مظاهرې کړې وي. دغو ډلو د ګلګت بلتستان ځيني سړکونه تړلي وو او د الحسيني د ګرفتارۍ غوښتنه یې کوله. وزيراعلی حاجي ګلبر خان په خپله خبري غونډه کې پر ټولو خواوو غږ وکړ چې له پارونکو بیانونو دې لاس واخلي. هغه زیاته کړه چې هېچا ته به د قانون ماتولو اجازه نه ورکوي.‌

حکومت د ګډوډيو مخنيوي لپاره د سیپتمبر له درېيمې راهیسې په جلسو او د خلکو په غوڼدېدو بنديز لګولی دی. وزیراعلي د پولیسو سره د امن بحال ساتلو کې د مرستې لپاره رينجرز او سرحدي ځواکونه (اېف سي) وروغوښتل. حالات تر دې حده ترينګلي شول چې د امريکې سفارت د سيپتمبر پر څلورمه، پر خپلو وګړيو غږ وکړ چې د سيلګرۍ سیمې ګلګت بلتستان ته دې له تللو ډډه وکړي.

ګلګت بلتستان د پاکستان تر ادارې لاندې سيمه ده چې خپله اسمبلي، خپل ګورنر او خپل وزيراعلی لري. دا د هند، چين او افغانستان سره پوله لري. هند پر دې ځای دعوه کوي او وايي چې دا یې تر ادارې لاندې کشمبر برخه ده خو پاکستان دا دعوه بې بنياده بولي او چې دا یې د خپلې خاوره برخه ده.

ګلګت بلتستان د خپلو دنګو واورینو غرونو، شنو ځنګلونو او پاکو روانو اوبو له وجې د سېلګرۍ لپاره مشهور دی. دا سیمه د چين يوه لاره - يو کمربند پروژې برخه ده نو ځکه پکې چين ځيني پروژې پر مخ بیايي. په دې ځای کې شيعه، سني، شينز، کاشغريان، پاميريان، کوهستانيان او یاشکونز قومونه اوسيږي.

دلته له ډيرې مودې راهیسې د شيعه او سني ډلو ترمنځ فرقه ییزې کشالې موجودې دي. شيعه او سني ډلې د يو بل سر د فرقه ییزو مسايلو سربیره، د ځمکو پر ویش هم ستونزې لري. په ۲۰۱۲ کال کې د شيعه او سني ډلو ترمنځ په نښتو کې په دواړو خواوو کې په لسګونو کسان وژل شوي وو. تر هغه وروسته، په ځينو ځايونو کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره رينجرز ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.

XS
SM
MD
LG