د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په جنوبي وزیرستان کې د ۸ وسله والو د وژنې ادعا کوي


د پاکستان پوځ واڼه ته پر تللي لارې د ګزمې په وخت - انځور له ارشیفه
د پاکستان پوځ واڼه ته پر تللي لارې د ګزمې په وخت - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په جنوبي وزیرستان کې یې د عملیاتو په وخت ۸ وسله وال وژلي دي.

د پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا عمليات یې په سرا روغه کې کړي دي. پوځ نه دي‌ويلي چې دغه وسله وال د کومې ډلې غړي وو خو په سرا روغه کې تحريک طالبان پاکستان ناقانونه ګرځول شوې ډله فعاله ده. تر اوسه نه دغې او نه هم کومې بلې وسله والې ډلې په دې اړه څه ويلي دي.

په همدغه ورځ د بنو پولیسو وويل چې په بکاخېلو کې ځانمرګي بریدګر یو تن وژلی او د اېف سي ځواک سرتېرو په ګډون یې ۲۱ تنه ژوبل کړي دي.

د پولیسو او استخباراتي ادارې دوو چارواکو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر ماسپښين مهال خپل زرنج ګاډی د بکاخېلو په ازاده منډیۍ کې د اېف سي ځواک له قافلې سره ټکر کړ.

دوی زیاتوي چې وژل شوی کس ولسي وګړی دی او په ژوبلو کې ۱۳ د اېف سي ځواک سرتېري او نور یې ملکیان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د نومبر پر ۲۲مه، په سره روغه کې پر پوستې په وسلوال برید کې دوه سرتېري وژل شوي او ۴ زخمیان شوي وو. د دې حمله ذمه واري وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.

پر دې سربیره، په همدغه ورځ د کوز جنوبي وزیرستان پولیس چارواکو مشال راډیو ته وويل چې د اعظم ورسک د ژه غونډۍ په کلي کې یوه بمي چاودنه کې يو حکومت پلوه قومي مشر وژل شوی دی. د واڼې تاڼه دار الله نور زیاته کړه چې وژل شوی مشر ملک اسلم نور نومېده چې زویې یې هم ورسره وژل شوی. په دې حمله کې ۴ نور کسان زخمیان شوي هم وو. د دغه برید ذمه واري چا نه ده منلې.

نور اسلم پېژندل شوی ملک وو چې پخوا یې په وزیرستان کې د ازبک وسله والو سره جنګونه هم کړي وو. هغه ته د دې هڅو لپاره د پاکستان ولسمشر صدارتي جايزه هم ورکړې وه. د نوموړي د کورنۍ څو نور مشران هم په مشکوک ډول په دغسې بمي چاودنو کې وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان په شمول د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې خلکو د مخ پر زیاتېدونکو ناامنيوو پر ضد مظاهرې او جلسې کړې دي. دوی له حکومته د وسله والو پر ضد د بې توپيره کاروايي غوښتنه کړې ده. د پاکستان امنيتي ځواکونو ويلي چې په بېلابېلو ځایونو کې هدفي عمليات کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG