د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان او خیبر کې په بریدونو کې ۳ سرتېري وژل شوي دي


پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه
پاکستاني پوځيان په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - انځور له ارشیفه

چارواکي‌ وايي، په شمالي وزیرستان کې په ځمکلاندې بمي چاودنه کې دوه پوځیان او په خیبر کې پر یوې پوستې په وسلوال برید کې یو پولیس وژل شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (اې اېس پي ار) د نومبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان په رزمک کې د امنیتي ځواکونو ګاډی د سړک غاړې رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شو چې پکې دوه سرتېري ووژل شول.

پر پوځي کاروان د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د نومبر پر ۲۰مه هم د رزمک په ګړیوم سیمه کې تر سړک غاړې بمي چاودنې یو امنیتي سرتېری وژلی وو.

په وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان او خوا و شا سیمو کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي چې پر ضد یې د پاکستان پوځ وخت په وخت عملیات کوي.

خیبر برید

په همدې حال کې د خیبر ضلعې د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د نومبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو د نومبر پر ۲۲مه د جمرود په لالا کنډو پوستې برید وکړ.

د هغه په خبره، په حمله کې يو پولیس زخمي شو چې وروسته یې د پېښور په حیات اباد میډیکل کمپلیکس روغتون کې سا ورکړه.

پولیس چارواکي وایي، پېښه د علي مسجد تاڼې په حدودو کې شوې ده. د چارواکو په وینا، وسلوال تر پېښې وروسته تښتېدلي او دوی په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړې دي.

په خیبر کې د پولیسو پر پوستې د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

خو هغه پېښه پر داسې مهال شوې چې پوځ د خیبر په ليرې پرتو سیمو کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه کړې او د تیرا له مختلفو سیمو څخه ځینې کورنۍ خوندي سیمو ته کډه شوې دي.

XS
SM
MD
LG