د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وسلوالو ۲ کسان وژلي دي


شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي ــ انځور له ارشيفه
شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې وسلوال بريدونه زيات شوي دي ــ انځور له ارشيفه

د شمالي وزیرستان پولیس او اوسېدونکي وايي چې په هغه ضلع کې دوه تنه په وسلوال برید کې وژل شوي دي.

د ميرلي تاڼې مشر روښانزېب خان د نومبر پر ۱۵مه تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وويل چې مخ پټو وسلوالو په ايسوړي کې دوه ځايي اوسېدونکي وویشتل. د ده په وینا، په وژل شویو کې یو کس د ډانډې سیدګي او بل د میرامشا اوسېدونکی وو.

پولیس او ځايي اوسېدونکي وايي چې وسلوال تر برید وروسته د پېښې له ځایه وتښتېدل.

تر اوسه پورې د بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې د نومبر پر درېيمه هم وسلوالو په ميرلي کې دوه کسان ویشتلي ول.

په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۳ز کال کې ۴۴ هدفي بريدونه شوي دي چې پکې تر ۵۰ زیات سياسي فعالان، مشران، ځوانان او حکومتي چارواکي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر لومړۍ نېټه د اتمانزيو جرګې له حکومت سره تر تړون وروسته د امنیت لپاره پیل کړی خپل څلور مياشتنۍ احتجاج ختم کړ. د جرګې مشرانو ويلي ول چې حکومت ورته په ليکلې بڼه په سيمه کې د امنیت ښه کولو ډاډ ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG