د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د ځمکلاندې بمونو چاودنې دوه تنه وژلي دي


په باجوړ کې امنیتي ځواکونه د ځمکلاندې بمونو لټون کوي - پخوانی انځور.
په باجوړ کې امنیتي ځواکونه د ځمکلاندې بمونو لټون کوي - پخوانی انځور.

د باجوړ په خار او ډمه ډوله کې د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

پولیسو مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د عبدالستار په نوم یو کس له درو خپلوانو سره په ډمه ډوله کې په یوه جنازه کې تر ګډون وروسته د نومبر پر ۲۲مه مازیګر مهال کور ته پر لاره ول د ځمکلاندې بمي چاودنې ښکار شول.

پولیس وايي، څلورواړه کسان په پېښه کې ژوبل شول چې د خار روغتون ته یې ولېږدول.

د روغتون ډاکتران وايي چې عبدالستار په روغتون کې سا ورکړه.

پولیسو لا د چاودنې څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي خو زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) یو غړی عمران ماهر وايي چې د عبدالستار زوی مولانا عبدالسلام چې د هغه ګوند غړی وو، شاوخوا یو کال مخکې په یوه چاودنه کې وژل شوی وو.

دی زیاتوي چې عبدالستار خپله له هېڅ ګوند سره تړاو نه درلود او په یو سرکاري ښوونځي کې استاد وو.

پولیسو په یو بل بیان کې ویلي دي چې د مامینزیو کلي اوسېدونکی سبز علي خان د نومبر ۲۲مې پر سهار له خپل کوره بازار ته روان وو چې ګاډی یې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو چې پکې هغه ووژل شو.

پولیسو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

په باجوړ کې د نومبر ۲۲مې د چاودنو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په باجوړ کې دا ډول پېښې او بریدونه له تېرو دوو کلونو راهيسي روان دي چې اکثر پکې د ځايي مشرانو او مذهبي او سياسي ډلو غړو په ګډون ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

د نومبر پر ۲۰مه پولیسو مشال راډیو ته وویل چې په ماموندو کې ځینو کسانو یو ابتدايي ښوونځی ړنګ کړی او د ودانۍ اوسپنیزې پټۍ یې ورڅخه وړې دي.

تر دې مخکې وسلوالو د نومبر پر نهمه په عنایت کلا کې یو ځايي سوداګر وویشت او هغه یې وواژه.

د اکتوبر پر ۲۹مه په ماموندو کې وسلوالو یو قاري وژلی وو.

د هغو درېواړو پېښو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې وړاندې د جولای پر ۲۳مه د خار تحصیل په شنډي موړ سیمه کې د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند په جلسه کې په ځانمرګې بريد کې ۶۴ کسان وژل شوي ول. د هغه پېښې ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلي وه.

XS
SM
MD
LG