د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د بکاخېلو ځانمرګی بریدګر افغان وګړی وو

د باکستان امنيتي ځواکونه په بنو کې - انځور له ارشیفه
د باکستان امنيتي ځواکونه په بنو کې - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د نومبر پر ۲۶مه د بنو په بکاخېلو کې ځانمرګی برید حافظ ګل بهادر ډلې کړی او حمله کوونکی افغان وو.

پوځ تر دې حملې یوه ورځ‌وروسته (د نومبر پر ۲۷مه) په خبرپاڼه کې وویل چې د ايف سي ځواکونو پر ګاډو شوي دې برید کې بکاخيلو کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي او د دریو سرتېرو په ګډون ۱۰ کسان کسان ژوبل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۲۷ مه په بیان کې وویل چې دا برید د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې ځانمرګي په موټر سایکل کې اېښودل شویو بارودو په واسطه کړی دی. په بیان کې ادعا شوې چې برید یو افغان وګړي کړی دی.

خو تر دې مخکې دوو امنيتي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، مشال راډيو ته ويلي وو چې په دې حمله کې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۲۱ کسان زخميان شوي چې ۱۳ یې امنيتي سرتيري وو.

حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري منلې وه. البته د ځانمرګي بریدګر د پيژندګلوۍ په اړه یې څه نه دي ويلي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. په سيمه کۍ د ناامنۍ او د رسنیوو په مخ کې د موجودو خنډونو له امله په خپلواک ډول د دواړو غاړو د دعوو تصدیق نه شي کېدلی.

د پاکستان نګران حکومت تر دې مخکې هم ادعا کړې وه چې وسله والې ډلې له ګاونډي افغانستانه حملې پلانوي. د کورنيوو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي څو ځل په خبري غونډو کې دا هم ويلي چې افغان وګړي په ځانمرګو بریدونو کې لاس لري خو د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې کره شواهد نه دي‌وړاندې کړي. دوی د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لپاره يو دلیل هم دا راوړی چې وايي غواړي امنيت يې ښه شي. په دې لړ کې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له درې لاکو زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په پاکستان کې په ناامنيوو کې د افغانانو د ښکېلتیا تورونه رد کړي وو. د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیوو ته ويلي وو چې پاکستان دې خپله ناکامي د افغانانو په یادولو سره نه پټوي. د طالبانو حکومت په بیا بیا ويلي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په شمول د هېڅ هېواد پر ضد استعمالېدو ته نه پريږدي.

د پاکستان پوځ د نومبر پر ۲۶مه په يوه بله خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې په جنوبي وزیرستان کې یې د عملياتو پر مهال ۸ وسلوال وژلي دي. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پی ار) په بیان کې راغلي چې د سرا روغه په جنته زنګۍ سر سيمه کې يې دا کاروايي د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړې ده.

د بنو، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان په شمول د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د وسله والو حملې زیاتې شوې دي. خلکو په بېلابېلو وختونو کې د مخ پر زیاتېدونکو ناامنيوو پر ضد مظاهرې او جلسې کړې دي. دوی له حکومته د وسله والو پر ضد د بې توپيره کاروايي غوښتنه کړې ده. د پاکستان امنيتي ځواکونو ويلي چې په بېلابېلو ځایونو کې هدفي عمليات کوي.

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG