د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیسو لوړپوړی چارواکی: اسلام اباد او د طالبانو حکومت پر ناامنۍ خبرو ته دوام ورکوي


په باجوړ کې په ځانمرګي برید کې لسګونه کسان وژل شوي ول - د جولای ۳۱مې انځور.
په باجوړ کې په ځانمرګي برید کې لسګونه کسان وژل شوي ول - د جولای ۳۱مې انځور.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) مرستیال مشر ویلي دي چې اسلام اباد په سیمه کې د "ترهګرۍ مسلې هواري لپاره" په کابل کې د طالبانو له حکومت سره په رابطه کې دی.

شوکت عباس د اګست پر ۲۲مه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې د دواړو هېوادونو حکومتونه په رابطه کې دي او پر دې موضوع یې خبرو ته دوام ورکړی دی.

ده وویل چې په باجوړ کې یې د جولای پر ۳۰مه د جمعیت علمای اسلام (ف) په غونډه کې د ځانمرګي برید په تړاو یوشمېر مشکوک کسان نیولي دي. عباس په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د باجوړ په خار تحصیل کې د هغه ګوند د ضلعي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه وژل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل ول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د سي ټي ډي مرستیال مشر وویل چې دا یې هم معلومه کړې ده چې له تېرو اووه کلونو راهیسې په صوابۍ کې د وسلوالو یوه ډله فعاله وه.

شوکت عباس دعوه وکړه چې په خیبر پښتونخوا کې په بریدونو کې ککړ یوشمېر وسلوال له افغانستانه هلته وراوښتي ول.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا تور پورې کړ چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري.

د اګست پر ۱۳مه د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارولو ته نه پرېږدي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې وسلوالو ته یې پناه نه ده ورکړې او د هېواد خاوره د هېچا ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اګست پر ۲۱مه په اوروزګان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ مسله ده چې باید یې په خپله حل کړي.

ده زیاته کړه چې که اسلام اباد هغه مسلې د زور له لارې هواروي نو د پاکستان او افغانستان ولسونو ته به زیان ورسي.

تر دې وړاندې جنرال منیر د اګست پر اوومه د پېښور په بالاحصار کې هم یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی وو چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ته يې په پناه ورکړې ده.

تر دې یوه ورځ وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا تورونه رد کړل او و یې ویل چې پاکستان دې له خپل امنیتي وضعیت سره "دقیق چلند" وکړي او حل دې يې د کور دننه پیدا کړي.

هغه په بیان کې وویل، چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت خلاف وکارول شي.

تر دې مخکې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي ول، "افغانان هېڅکله چا ته ضرر نه رسوي. موږ نه پرېږدو چې خاوره مو د کوم هېواد خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي."

په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو تر زیاتېدو وروسته د پاکستان يوشمېر چارواکو په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې ټي ټي پي ته دې پټنځایونه نه ورکوي.

د هغوی حکومت دا تور ردوي چې ګواکې وسلوالو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي خو د دفاع سرپرست وزیر په وروستیو کې پر طالبانو غږ کړی وو چې په نورو هېوادونو کې دې جګړې ته نه ځي.

XS
SM
MD
LG