د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوشمېر ګوندونه د ناامنۍ له وجې د انتخاباتي کیمپېن په اړه اندېښنې لري


په کراچۍ کې یوه انتخاباتي افسره نورو کارکوونکو ته لارښوونې کوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یوه انتخاباتي افسره نورو کارکوونکو ته لارښوونې کوي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې په وروستیو کې وسلوال بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې انتخاباتي کمېشن د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ اتمه نېټه اعلان کړې ده.

نګران حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د انتخاباتو د امنیت لپاره به هر ډول مکمن اقدامات کوي خو ځینې ګوندونه د امنیت په اړه اندېښنې لري.

په خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د اطلاعاتو سېکرټر مولانا عبدالجلیل جان د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې دوی لا له وړاندې د امنیت په اړه خپلې اندېښنې له نګران حکومت سره شریکې کړې دي. "موږ له وخته مخکې وینا کړې چې د قبایلي ضلعو په شمول نورو سیمو کې هم د انتخابي مهم په حواله باندې پریشان یو، تحفظات مو شته. په باجوړ کې زموږ پر غونډه برید وشو چې پکې لسګونه کسان مړه شول. دا راز په دې وروستیو کې په لکي مروت او ګوادر کې هم بریدونه شوي او نورو سیمو کې هم پېښې روانې دي. نو موږ وایو چې په دې اړه به حکومت ولس ته تسلي او ډاډګېرنه ورکوي."

دا راز، د عوامي نیشنل ګوند یو مشر او پخوانی صوبايي وزیر سردار حسین بابک وايي، ګوند یې د امن لپاره د مبارزې په وجه د ۲۰۱۳ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې د عامو انتخاباتو پر مهال د وسلوالو بریدونو ښکار شوی ول او د راتلونکو انتخاباتو په کیمپېن کې به یې هم امن مرکزي نکته وي نو ځکه د امنیت په اړه اندېښمن دي. "د امن خبره چې هر څوک کوي، که یو مذهبي سکالر یې هم کوي او که یو صحافي یې هم کوي نو له خطر سره به مخامخېږي. زموږ منشور او بیانیه امن دی، ځکه چې امن ژوند دی او موږ د ژوند لپاره سیاست کوو په دې خاوره کې نو بیا موږ هم له ګواښ سره مخ یو."

په عین حال کې د پاکستان پیپلز پارټۍ سېنېټر بحره مند تنګي وايي، په کار ده چې د راتلونکو انتخاباتو پر مهال ټولو ګوندونو ته یو شان امنیت او د هلو ځلو کولو موقع ورکړل شي. "د ۲۰۱۸ز کال په الېکشن کې هم په خیبر پښتونخوا کې ناامني وه. په هغه الېکشن کې ویل کېدل چې چا ته د جلسو اجازت شته او چا ته نه شته. اوس هم که یو ګوند د انتخاباتي کیمپېن په وجه د ترهګرۍ خلاف بیان نه ورکوي نو نن به بچ شي خو د تل لپاره نه شي بچ کېدای، بله ورځ به پر هغوی هم ګوزار کېږي."

د پاکستان تحریک انصاف یو مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی صاحبزاده صبغت الله بیا وايي دا د حکومت ذمه واري ده چې د سیاسي ګوندونو مشرانو، کارکوونکو او عام ولس ته تحفظ ورکړي. "که په تېرو وختونو کې په عوامي نیشنل ګوند ترهګر بریدونه شوي او که د مولانا فضل الرحمان په ګوند شوي نو موږ یې غندنه کوو. خو که په راتلونکو انتخاباتو کې د تحریک انصاف د مخنیوي لپاره د دې ګوند په مشرانو، کارکوونکو او یا عامو خلکو بریدونه کېږي نو دا به هېواد د انتشار پر لوري بیايي."

په دې لړ کې مو د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو له نګران وزیر فېروز جمال کاکاخېل سره څو واره د رابطې هڅه وکړه او پیغامونه مو هم ورته واستول خو د هغه دریځ مو ترلاسه نه کړ.

خو نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په وار وار ویلي چې حکومت د امن په ماحول کې پاکو، رڼو او بې پلوه انتخاباتو ته ژمن دي او دا چې په راتلونکیو عامو انتخاباتو کې به ټولو سیاسي ګوندونو ته یو شان موقع ورکول کېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG