د لاسرسي ځای

تازه خبر

ذبیح الله مجاهد وايي د افغانستان خاوره د پاکستان ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي


ذبیح الله مجاهد ويلي چې پاکستان باید د ناامنيو لامل د کور دننه پیدا کړي - پخوانی انځور
ذبیح الله مجاهد ويلي چې پاکستان باید د ناامنيو لامل د کور دننه پیدا کړي - پخوانی انځور

د طالبانو حکومت په پاکستان کې د ناامنیو په پېښو کې د افغانانو د لاس لرلو په اړه د هغه هېواد د چارواکو تورونه رد کړي او دعوه يې کړې ده چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل هېواد ضد وکاروي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې د پاکستانیو چارواکو تورونه ردوي او هغوی ته یادونه کوي افغانستان په خپله له جګړو وتلی هېواد دی او په بل هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه په ګاونډيو هېوادونه، کې ناامني نه غواړي.

نوموړي هغه بیان د اګست پر نهمه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، خپور کړی چې پکې راغلي چې پاکستان دې له خپل امنیتي وضعیت سره "دقیق چلند" وکړي او حل يې د کور دننه پیدا کړي. "د افغانستان حکومت یو ځل بیا خپل اصولي دریځ تکراروي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت خلاف وکارول شي، خو دا په دې معنا هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول وي."

دا تر هغې وروسته چې د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر د اګست پر اوومه د پېښور په بالاحصار کې یوې غونډې ته په وینا کې یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړ چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ته يې په پناه ورکړې ده.

خو مجاهد په تازه بیان کې دعوه کړې چې د طالبانو د حکومت ځواکونو په ۲۰۲۲ز کال کې د اسلامي دولت یا داعش وسلوالې ډلې ۱۸ پاکستاني غړي وژلي دي چې په مبینه توګه يې په افغانستان کې په چادونو او بریدونه کې ښکېل ول.

نوموړي په بیان کې دا دعوه هم کړې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د هغې ډلې په لسګونه پاکستاني وسلوال نیولي دي.

په بیان کې په افغانستان او پاکستان کې د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو او همکارۍ غوښتنه شوې ده.

پاکستان لا د طالبانو د حکومت د تازه بیان په ځواب کې څه نه دي ويلي.

د مجاهد تر بیان یوه ورځ وروسته د اګست پر نهمه د بلوچستان په درو سيمو کوټه، ژوب او قلات کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.

ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي د کوټې او قلات د حملو ذمه واري منلې وه خو د ژوب نښتې په اړه لا هېڅ وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې د وسلوالو بریدونه زیاتېدو وروسته د پاکستان يوشمېر چارواکو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت تور پورې کړی چې ټي ټي پي ته یې پټنځایونه ورکړي دي.

د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په خار تحصيل کې د جمعيت علمای اسلام (ف) د ضلعي غونډې پرمهال په ځانمرګي بريد کې د ۶۳ کسانو تر وژل کېدو وروسته د پاکستان بهرنيو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري د اګست پر لومړۍ نېټه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ويلي ول "په افغانستان کې چې د ټي ټي پي يا نور وسلوال دي، چې د پاکستان پوځ او نور افسران په نښه کوي، په دې اړه به زموږ لومړيتوب دا وي چې هلته مسوول سرپرست حکومت یې پرضد کاروايي وکړي."

نوموړي زياته کړې وه چې د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره کارولو ته نه پرېږدي. طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

د باجوړ په هغه حمله کې تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

د پاکستان حکومت او پوځ د تېرې یوې میاشتې پر مهال یوشمېر ځلې په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو اندېښنه ښوولې ده او تور یې پورې کړی دی چې د طالبانو حکومت د هغې او نورو وسلوالو ډلو ضد اقدامات نه کوي.

په وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په کابل کې د طالبانو د حکومت له وزیرانو او چارواکو سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د همکاریو او اندېښنو په اړه یې خبرې وکړې.

درانی د جولای پر ۱۹مه تر هغې وروسته په درې ورځني سفر کابل ته ولاړ چې د پاکستان حکومت او پوځ د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې پر چاوڼۍ تر وسلوال برید وروسته په افغانستان کې د ټي ټي پي پر پټنځایونو اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومته یې د هغې ناقانونه ډلې پرضد د اقدام غوښتنه وکړه.

د جولای پر ۱۲مه شپې مهال په ژوب کې پر چاوڼۍ د وسلوالو په برید او وروسته په نښته کې نهه سرتېري وژل شوي ول.

د پاکستان پوځ هغه مهال ویلي ول چې په نښته کې یې پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي. د پوځ په وینا، په چاوڼۍ کې تر یوشمېر ساعتونو نښته او بیا تصفیوي عملیات روان ول. د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې وسلوالې ډلې د حملې ذمه واري منلې وه.

د طالبانو حکومت هغه مهال هم په افغانستان کې وسلوالو ته د پټنځایونو ورکولو په اړه د پاکستان د حکومت او پوځ تورونه رد کړي ول.

طالبانو په دوحه کې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په تړون کې ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

XS
SM
MD
LG