د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات قامي جرګه: د امنيتي ځواکونو په موجوديت کې ناامني ولې او څنګه کېږي؟


د سوات قامي جرګې مشرانو د سېپټېمبر په ۱۲مه په مینګوره کې خبري غونډه کې د بدامنۍ د پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې.
د سوات قامي جرګې مشرانو د سېپټېمبر په ۱۲مه په مینګوره کې خبري غونډه کې د بدامنۍ د پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې.

د سوات قامي جرګې مشرانو دغلته د بدامنۍ د پېښو په زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې او له حکومته یې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

دوی د سيپتمبر پر ۱۲مه په مینګوره کې خبري غونډه درلودله چې پکې یې د امنیت ترڅنګ په ځینو نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وکړې.د سوات قامي جرګې مشر مختیار یوسفزي خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د بدامنۍ تازه لړۍ د سوات خلکو ته د منلو وړ نه ده.

هغه زیاته کړه: "ترهګر چې بیا سر راپورته کوي، په چترال او سوات کې چې په تاڼو بریدونه کېږي، په دیوالونو یې شعارونه لیکل کېږي، موږ یې پرضد د تېر په شان بیا هم غږ پورته کوو." خو نوموړي دا هم وویل چې د عامو خلکو په کورونو د پولیسو چاپې وهل او د «۳ اېم پي او» لاندې د خلکو کورونو ته د پولیسو ننوتل هم ورته د منلو وړ نه دي. هغه وايي، ولس له بدامنۍ ستړی دی، که بیا پرې ترهګري مسلط کېږي نو پر ضد به یې پاڅونونه او مظاهرې کېږي.

د سوات پولیسو او پوځ په موجوديت کې پر طالبانو د تحريک طالبان پاکستان نوم څوک او څنګه ليکي؟
زاهد خان

د سوات قامي جرګې مشرانو همدا رنګه له حکومته غوښتنه وکړه چې کله هم د سړک جوړونې یا نورو پروژو لپاره ورته ځمکه پکار وي نو د ولس په رضا به یې اخلي، زور زیاتی به نه کوي. دوی همدا رنګه خپله یوه پخوانۍ غوښتنه هم تکرار کړه چې د سوات موټر وې دې د زرعي ځمکو په منځ کې نه بلکې د سیند پر غاړه جوړه شي.

د جرګې یو بل مخور او د سوات د هوټلونو د اتحادیې مشر حاجي زاهد خان خبري غونډې ته وویل چې حکومت او امنیتي ادارې دې ولس ته په ډاګه کړي چې د هدفي بریدونو، بدامنۍ او ترهګرۍ تر شا څوک لاس لري؟ هغه وویل: "په فضا ګټ کې واقعات وشول. نورې هدفي وژنې وشوې. پکار خو دا وه چې امنیتي ادارو ولس ته واضحه کړې وای چې دا کار چا وکړو؟ سهولت کار یې څوک وو؟ خلک د چا لخوا تښتول کېږي، څوک یې له ځان سره ساتي او بیا څنګه او په کومو شرایطو بیرته پرېښودل کېږي؟"

نوموړی زیاتوي: "د کالام غوندې د سېلګرۍ سیمه کې د پولیسو او د پوځ د موجودګۍ باوجود په دیوالونو او لویو ډبرو د تحریک طالبان پاکستان نوم لیکل کېږي، دا څوک او څنګه کوي؟ په داسې حال کې به سېلانیان کله د سوات سېلانیو سیمو ته ورتګ لپاره زړه ښه کړي."

د سوات قامي جرګې ویاند احمد شاه له خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د سوات په ځینو سیمو کې حکومت د سېکشن ۴ په لګولو له خلکو ځمکې سرکاري کوي او د مارکیټ په نرخ ورته پیسې نه ورکوي.

هغه زیاته کړه چې دا کار ولس ته منلو وړ نه دی. هغه وايي: "موږ د سوات خلک د موټر وې خلاف نه یو خو دا غوښتنه مو ده چې د سیند غاړې ځمکه باندې دې دا لاره جوړه شي. د خلکو زرعي ځمکې دې نه خرابوي. په سوات کې خو د ښایست همدا څو څیزونه دي، رڼې اوبه دي، باغونه دي، د کرکیلې زرخېزې ځمکې دي او طبیعت دی. که تاسو دا ترې واخلئ بیا دلته څه پاتې شول او سېلانیان به بیا دلته څه له او ولې راځي؟ "

د سوات قامي جرګې دا خبري غونډه وروسته له هغې کړې چې په تېرو څو میاشتو کې دغلته په بېلابېلو سیمو کې د بدامنۍ او ترهګرۍ ګڼې پېښې شوې دي. د سوات د پولیسو مشر ډي پي او شفیع الله ګنډاپور خبریالانو ته ویلي، پولیس په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره ژمن دی.

د سوات ضلعې انتظامیې د سوات موټر وې او د خلکو د ځمکو د پیسو په اړه په وار وار ویلي چې په سیمه کې به د پرمختګ ټول کارونه له ولس سره په مشوره ترسره کوي. د پاکستان امنيتي چارواکو د ناامنۍ په اړه ويلې چې ځواکونه د وسله والو د بیا منظمېدو مخنيوي لپاره بیداره دي.

XS
SM
MD
LG