د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د امنیت د خرابېدو تر شا څه دي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان په پښتون میشته سیمه ژوب او د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور او ورڅېرمه په نورو سیمو کې وروستیو ترهګرو بریدونو یو ځل بیا د سیمې د امنیت په اړه پوښتنې مخې ته راوستې دي.

ځیني کارپوهان دریځ لري چې د چین لخوا د یو کمر بند او یوې لارې نوښت (Belt and Road Initiative) د امریکا غوندې ځواکمنو هیوادونو واک او اثر ته چیلنج جوړ کړی دی او امریکا هم غواړي چې مخه یې ونیسي.

د سیمه ییزه او سیاسي چارو پوه افراسیاب خټک په دغه اړه بیګا (د جولای په ۲۱مه) مشال راډیو ته وویل چې سیمه د یو نوي ساړه جنګ په لمن کې ده او ویره ده چې راراوانو وختونو کې به امنیتي وضع نوره هم خرابه شي.

نوموړی زیاتوي:

"یو خو دا چې د چین او امریکا تر مینځ چې کوم نوی کشکمکش دی، په هغې کې په ضمني توګه روسیه او چین بیا ملګري دي. چونکه د زاړه ساړه جنګ نه ډېر داسې سټرکچرونه پاتې دي یاني دلته لکونه داسې خلک دي چې تربیه شوي دي او په افراطي نظریه سنبال دي. نو داسې ښکاري چې دا جنګ بیا دلته راځي. دا د دوحې تړون شوی هم د دې لپاره دی چې افغانستان ته طالبان راوستل شي. مجاهدین، طالبان، داعش، مطلب دا چې د جهاد په نامه دا جنګ به دوام لري. او چې دا جنګ روان وي نو بیا به چین خپله اقتصادي راهداري څنګه جوړوي؟"


دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان د دوحې د تړون په رڼا کې خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي او ترهګر د پاکستانیانو د وینې تویولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. بلخوا افغان طالبان وايي چې د دوحې تړون یې د پاکستان نه بلکه امریکا سره کړی دی.

په سیمه کې د وروستیو ترهګرو بریدونو ترشا څه دي؟ په دغه اړه شنونکی او خبریال مشتاق یوسفزی وايي چې تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبان ډیرې نږدې اړیکې لري او له افغانستانه د امریکا د وتلو نه وروستو پاکستاني طالبان نور هم قوي شوي دي. نوموړی د نړیوالو قوتونو تر مینځ اختلاف او د تحریک طالبان پاکستان هلو ځلو ته داسې ګوري:

"دا مهال چې کوم دوه لوي قوتونه دي، یو امریکا او بل چین نو د هغوی په مینځ کې مقابله روانه ده خو دا ویل چې د دوحې تړون د دې لپاره شوی دی چې امریکا د طالبانو د لاری چین په قابو کې راولي نو زه ورسره متقق نه یم. د هغې وجه داده چې په دې وخت کې چې په ټوله سیمه کې د طالبانو سره چا تر ټولو ډیر کومک کړی دی نو هغه چین دی. او اوس چې دغلته کوم قراري راغلې نو د هغې زیاته ګټه چین او ځيني عرب هیوادونه اوچتوي او پاکستان ته مخکې هم تاوان وو او اوس هم دی."


دا بحثونه په داسې وخت کې کیږي چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمترو کولیبا د جولای په ۱۹مه اسلام اباد ته سفر وکړ، د امریکا د ماحولیاتو استازی جان کیري چین ته ولاړ، او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د یو پلاوي په مشرۍ په کابل کې د افغانستان د مرستیال وزیراعظم مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي. په دغه اړه په پیښور پوهنتون کې د نړیوالو چارو د مطالعاتو استاد ډاکټر خورشید احمد وايي چې په روانو امیني حالاتو کې د نړیوالو او سیمه ییزه قوتونو د کردار نه انکار نه شي کېدی:

"دا کوم حالات چې روان دي نو په هغې کې په ریښتیا دا خبرې شته چې د طاقت په لحاظ سره په چین فشار اچول دي. دغه شان روسیې ته زور ورکول دي او بلخوا روسیه او چین هم غواړي چې په سیمه کې د امریکا مخه ونیسي. او زما په خیال دا یو قوي اړخ دی چې ځیني طاقتونه لګیا دي او د دې سیمې په بیا استعمال غور کوي. که تاسو کتلي وي نو په افغانستان کې د طالبانو تر شا څوک ولاړ دي، هغوی ژوندي چا ساتلي دي او د هغوی اقتصاد د نورو پرتله څنګه ښه روان دی؟ دا هغه سوالونه دي چې شکونه راپیدا کوي."

د یادونې وړ ده چې روانه میاشت په ژوب، پېښور او اړونده سیمو کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو په مرکزونو وسله وال بریدونه ترسره شوي چې ځايي خلک یې یو ځل بیا د سیمې د امنیت په اړه اندیښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG