د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیرا کې په نښته کې ۴ پوځیان او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


په خیبر ضلع کې د پاکستان د پوځ سرتېري پر یو سړک ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په خیبر ضلع کې د پاکستان د پوځ سرتېري پر یو سړک ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا خیبر ضلعې په تيرا کې له وسلوالو سره په نښته کې د یو افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر شپږمه په يوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په وژل شویو کې یو کرنل او درې سرتېري شامل دي.

پوځ ادعا کړې چې په نښته کې یې درې مشکوک وسلوال وژلي او درې ژوبل دي.

پوځ په بیان کې دا نه دي ویلي چې د وژل شویو او ژوبلو وسلوالو ډلو تړاو له کومې ډلې سره وو او تر اوسه یې په اړه کومې وسلوالې ډلې هم څه نه دي ویلي.

خو پوځ زیاتوي چې د نومبر شپږمې نښته هغه مهال شوې چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات کول.

په وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو یوشمېر بریدونه شوي ول.

تر دې وړاندې د پنجاب په میانوالي ضلع کې د اېم اېم عالم ایریېس په نامه د پاکستان د هوايي ځواکونو پر مرکز، د نومبر د درېیمې او څلورمې نېټې په منځنۍ شپه وسلوال حمله کړې وه چې د پوځ په وینا هغه حمله یې په شاتمبولې او نهه واړه بریدکوونکي وسلوال یې وژلي ول.

تر هغې مخکې د نومبر پر درېیمه د بلوچستان په ګوادر سيمه کې د وسلوالو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG