د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ فعالانو پر حکومت غږ کړی چې د افغانانو شړل ودروي


د نومبر پر ۱۱مه د بشري حقونو فعالان د افغان کډوالو د ایستلو ضد په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې په مهال.
د نومبر پر ۱۱مه د بشري حقونو فعالان د افغان کډوالو د ایستلو ضد په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې په مهال.

په سیند صوبه کې د کډوالو د ایستلو پرضد جوړې شوې د بشري حقونو د فعالانو کمېټې د پاکستان پر نګران حکومت غږ کړی چې د افغانانو د ایستلو سلسله دې ودروي.

د نومبر پر ۱۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د کمېټې غړو په خبري غونډه کې تور پورې کړ چې پولیس ځيني اسناد لرونکي افغان کډوال هم باسي.

د دې کمېټې يوې غړې منيزې کاکړې وويل چې نګران حکومت د ایين له مخې د کډوالو د ایستلو د پالیسۍ جوړولو واک نه لري.

تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو بندي کول، ویستل او ځورول په سمدستي توګه ودروي.

د جنوبي اسیا لپاره د سازمان د کمپاینونو مرستیالې لیویا ساکاردي د نومبر پر ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له زرګونو افغان کډوالو څخه د "سیاسي مهرو" په توګه کار اخیستل کېږي او هغوی په داسې حال کې افغانستان ته روان دي چې هلته له خطرونو سره مخامخ دي.

د فعالانو د کميټۍ يوې مشرې وکيلې سارا ملکاني د خبري غونډي پر مهال مشال راډيو ته وويل د نګران حکومت لخوا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند روان دی. نوموړې د افغان کډوالو د نيولو او افغانستان ته په زور لېږلو د لړۍ درولو غوښتنه وکړه.

هغې وویل، "کډوالو ته په دې هېواد کې د اوسيدو حق شته، بغير له څه قانونه او د نړیوال قانون پرضد هغوي بيرته لېږل کېږي، دا له بشري حقونو سرغړونه ده. ماشومان او ښځې پوليس پورته کوي او بيا وکیل سره د کتنې حق هم نه ورکوي. موږ وایو چې له کډوالو سره قانوني سلوک پکار دی."

سارا ملکاني زياته کړه چې له قانوني عمله پرته د افغانانو نيول او بېرته ليږل د بنیادي بشري حقونو سرغړونه ده.

کميټۍ د نومبر پر ۱۸ مه په کراچۍکې د پوليسو او نګران حکومت پرضد د لوی احتجاج اعلان هم وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۳۱مه بې اسناده بهرنیو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د اسلام اباد ورکړی مهلت پای ته ورسېد چې تر هغې وروسته چارواکو د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړی او لسګونه زره افغانان یې د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته استولي دي.

ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ کړی وو چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) ویلي، په پاکستان کې تر ۲۰۰ څخه زیات افغان خبریالان ژوند کوي او که د بې اسناده افغانانو په بهیر کې دوی هم ولېږل شول نو په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدلی شی.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه بېلې شوې ډلې او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

بلخوا د پاکستان نګران حکومت وایي چې د بې اسنادو بهرنیانو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي.

نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې غونډې ته وويل چې له بې اسناده بهرنيانو سره به "هېڅ قسم رعايت" نه کوي. د هغه په وينا چې دا یې د ملک د امنيت په ګټه ده چې بې اسناد کډوال ستانه شي.

دا راز د پاکستان کورنيوو چارو نګران وزير سرفراز بګټي تېره اوونۍ په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وویل چې د کډوالو د ایستلو پالیسي به روانه وي. هغه زیاته کړې وه چې د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده بهرنيانو او وروسته د ټولو کډوالو د ایستلو پلان لري.

XS
SM
MD
LG