د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو سلسله روانه ده


د افغان کډوالو کورنۍ پر تورخم افغانستان ته د اوښتو لپاره پلي روان دي - د نومبر دویمې انځور.
د افغان کډوالو کورنۍ پر تورخم افغانستان ته د اوښتو لپاره پلي روان دي - د نومبر دویمې انځور.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو ستنولو بهیر پر دویمه ورځ هم روان دی او ګڼې کورنۍ هېواد ته لېږدول شوې دي. په عین وخت کې د پاکستان یوشمېر سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو د اسلام اباد د اقدام پرضد په سپریم کورټ کې غوښتنلیک دایر کړی دی.

د خیبر ضلعې په لواړګي (لنډي کوتل) کې د بې اسناده افغانانو لپاره په جوړ کیمپ کې د پاکستان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) یوه چارواکي سجاد شینواري د نومبر پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې هر وګړی چې عمر یې تر ۱۳ کلونو زیات وي، بایومیټرک کوي یې. "دا د دې لپاره کوو چې [معلومه کړو چې] څوک له پاکستانه ځي او څوک راځي."

له پاکستانه د بې اسناده بهرنیو وګړو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د وتلو نېټه د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدلې ده او چارواکو یې په زور د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

په کراچې کې پولیسو اسناد نه لرونکي کسان نیولي دي - د نومبر لومړۍ نېټې انځور.
په کراچې کې پولیسو اسناد نه لرونکي کسان نیولي دي - د نومبر لومړۍ نېټې انځور.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېیمه تور پورې کړ چې په پاکستان کې روان کال په زياتره ځانمرګو بریدونو کې افغانانو لاس درلود. نوموړي البته د خپلې ادعا د ثباتولو لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

خو د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم په ګډون نورو چارواکو هم له سېپټېمبر راهیسې ویلي دي چې بې اسناده بهرنیان د هغه هېواد امنیت ته ګواښ پېښوي.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

 پاکستاني پولیسو د پاتې غيرقانوني افغان کډوالو نيولو ته دوام ورکړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:52 0:00

بلوچستان او سیند کې د بې اسناده کډوالو ګرفتارۍ

په همدې حال کې په بلوچستان او سیند کې هم د بې اسناده افغانانو د نیولو سلسله روانه ده.

د کوټې د پولیسو مشر جواد طارق خبریالانو ته ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه یې په کوټه کې ۵۷۲ افغانان نیولي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ده وویل چې زیاتره کسان د کوټې ښار له سریاب او قایداباد سیمو نیول شوي دي.

طارق زیاته کړه چې د بې اسناده افغانانو د نیولو بهیر یې تر هغې وروسته شروع کړ چې د پاکستان حکومت له لوري ورکړی مهلت یې پای ته ورسېد.

په همدې حال کې د نومبر پر لومړۍ نېټه په کوټه کې ګڼو ښځو د افغانانو د نیولو او ځورونو پرضد د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه.

دوی له حکومته وغوښتل چې افغانانو ته دې په خپله خوښه له پاکستانه د ستنېدو لپاره وخت ورکړي.

خو د بلوچستان د اطلاعاتي چارو لنډمهالي وزیر جان محمد اڅکزي په کوټه کې خبري غونډې ته ویلي دي چې کوم خلک بې اسناده بهرنیانو ته ځای یا کور ورکوي، پرضد به یې اقدام کوي.

دی وايي، پولیسو نیول شوي افغانان حاجي کیمپ ته لېږدولي دي چې هلته یې د نادرا کارکوونکي په اړه معلومات ثبتوي او بیا یې هېواد ته لېږدوي.

بلخوا په کراچۍ کې هم د بې اسناده کډوالو پرضد عملیات روان دي. په کېماړۍ کې د لنډمهالي کیمپ ویاند ظهور مري رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه یې شاوخوا ۴۰۰ تنه کیمپ ته لېږدولي چې پکې ۱۳۸ بې اسناده افغانان هم شامل ول.

مری زیاتوي چې ۲۶۲ کسان یې د قانوني اسنادو د لرلو له کبله خوشې کړل.

په همدې حال کې په سیند کې د عوامي نیشنل ګوند مشر شاهي سید په بیان کې ویلي دي چې پولیس د کراچۍ په ګډون د سیند په بېلابېلو برخو کې پښتانه ځوروي او د بې اسناده کډوالو ترڅنګ په قانوني ډول په پاکستان کې اوسېدونکي کسان هم ځوروي.

ده له حکومته وغوښتل چې د دې عمل مخه دې ونیسي.

په سپریم کورټ کې د غوښتنلیک دایرېدل

په عین وخت کې د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ مشر فرحت الله بابر، د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او یوشمېر نورو سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو د نومبر پر لومړۍ نېټه په زور د بې اسناده افغانانو د لېږدولو پرضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړی دی.

داوړ پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په بیان کې لیکلي دي چې د نګران حکومت اقدام یې په عدالت کې چیلېنج کړی دی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې لیکلي دي چې په درخواست کې، چې لا سپریم کورټ د اورېدنې لپاره نه دی منظور کړی، راغلي چې د حکومت له اقدام سره د هغو لکونو افغانانو د اساسي حقونو سرغړونه کېږي چې اوسمهال په موقتي ډول په پاکستان کې اوسي.

په غوښتنلیک کې راغلي چې کډوال په خپله خوښه نه لېږدول کېږي او دا خطر هم شته چې ډېری وګړي هېواد ته تر ستنېدو وروسته د لوږې او یخنۍ له وجې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

په تورخم کې دوه کډوال ماشومان له خپلو چرګانو سره افغانستان ته داخلېږي - د نومبر دویمې انځور.
په تورخم کې دوه کډوال ماشومان له خپلو چرګانو سره افغانستان ته داخلېږي - د نومبر دویمې انځور.

د امریکا او د بشري حقونو سازمانونو غوښتنه

امریکا وايي، د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو غواړي چې له پناه غوښتونکو سره د چلند په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او په زور یې د نه ایستلو اصل ته درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو مېلر د نومبر پر لومړۍ نېټه په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، "موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان په کلکه هڅوو چې هغو افغانانو ته د ورداخلېدو اجازه ورکړي چې د نړیوالو مرستو په لټه کې دي او د بشري مرستو برابرولو لپاره دې له نړیوالو بشري سازمانونو سره همغږي وکړي."

تر دې مخکې یوه امریکايي چارواکي د اکتوبر پر ۳۱مه ویلي ول چې واشنګټن هڅه کوي له پاکستانه امریکا ته ۲۵،۰۰۰ افغان کډوال ولېږدوي.

یوشمېر پاکستانیو چارواکو چې د خپلو نومونو له څرګندولو یې ډده کړې، تایید کړې چې امریکا اسلام اباد ته د هغو افغانانو نوملړ ورکړی دی خو په وینا یې چې نیمګړی دی.

تر امریکا دې مخکې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم ویلي ول چې د افغانانو په زور لېږدول "بشري ناورین" زېږولای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې حنا جېلانې د اکتوبر پر ۳۱مه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) مشر فېلېپو ګراندې ته په استولي لیک کې ویلي چې په جبري ډول د کډوالو لېږد د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۳۱مه په ویډیويي بیان کې وویل چې د نومبر له پیله څخه د بې اسناده بهرنیانو پرضد قانوني کاروايي پیلوي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، د اکتوبر له شپږمې څخه تر ۳۱مې پورې ټول ۱۰۴،۴۴۳ بې اسناده افغانان په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

وزارت مشال راډیو ته ارقام استولي دي چې ورڅخه ښکاري چې په ستنو شویو افغانانو کې څه باندې ۵۶،۰۰۰ ماشومان او تر ۱۹،۰۰۰ زیاتې ښځې شاملې دي.

په همدې حال کې د پاکستان یو چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د اکتوبر په میاشت کې له ټول هېواده څه باندې ۱۶۵،۰۰۰ بې اسناده افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

اخوا د ملګرو ملتونو ادارو د اکتوبر پر ۲۷مه وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د تګ بهیر خورا ګړندی شوی دی.

هغو ادارو پر اسلام اباد ټینګار کړی دی چې د "بشري حقونو د ناورین" تر زېږېدو مخکې دې له خپلې پرېکړې په شا شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG