د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د رجسټر افغان کډوالو د کارډونو موده د روان کال تر پای پورې غځولې ده


په تورخم کې یوه افغانه کورنۍ په لارۍ کې د هېواد پر لوري روانه ده - د اکتوبر ۲۷مې انځور.
په تورخم کې یوه افغانه کورنۍ په لارۍ کې د هېواد پر لوري روانه ده - د اکتوبر ۲۷مې انځور.

د پاکستان د قبایلو او سرحداتو چارو وزارت (سیفران) ویلي دي چې په هغه هېواد کې د مېشتو رجسټر افغان کډوالو د کارډونو موده د روان کال تر پای پورې غځوي.

سیفران د نومبر پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې دا کار د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کابینې په سپارښتنه کوي.

په بیان کې راغلي دي چې په پاکستان کې د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډونو موده د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر تر ۳۱مې پورې غځوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په وینا، په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه رجسټرډ افغان کډوال اوسي چې د زیاترو د پي او ار کارډونو موده د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې وه.

د پاکستان حکومت دا پرېکړه پر داسې وخت کړې ده چې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې چارواکو د بې اسناد افغانانو خپل هېواد ته د لېږد بهیر ته دوام ورکړی دی.

د یو اېن اېچ سي ار، د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت او د بلوچستان د چارواکو په وینا، له هغه وخت راهیسې یې څه باندې ۲۸۷،۰۰۰ افغانان هېواد ته لېږدولي دي.

په همدې حال کې د بلوچستان د اطلاعاتي چارو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د نومبر پر نهمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې هېواد یې پلان لري چې د بې اسناده افغانانو تر ستنولو وروسته رجسټر کډوال هم هېواد ته ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG