د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوالان: باید سیاست کې د پوځ مداخله بنده او د ورکو بلوڅانو مسله حل شي


بلوڅانو په تېرو یوشمېر کلونو کې د ورکو کسانو د موندلو لپاره پراخې مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان یوشمېر سیاستوالانو پر دولت او حکومت غږ کړی دی چې په "واقعي توګه" دې په سیاست کې د پوځ لاسوهنه ختمه کړي او په "ترجيحي بنيادونو دې د بلوڅانو مسايل حل" کړي.

د جنورۍ پر ۲۱مه په کوټه کې د "بلوچستان نیشنل ډايلاګ" په نوم په سيمينار کې زیاتره ګډونوالو په سیاسي چارو کې د امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) پر لاسوهنو او دورکو بلوڅانو پر موضوع خبرې وکړې.

پخواني وزيراعظم او د اوسني واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) يو مشر شاهد خاقان عباسي وويل چې جبري لادرکۍ د پاکستان لپاره شرم دی. "دا اوس چې کوم حالات دي. دا معمولي نه دي. موږ ټولو حکومتونه کړي دي او په اپوزيشن کې هم پاتې شوي يو نو ځکه موږ ټول ملامته يو. د نړۍ په ډيرو هېوادونو کې ترهګري کېږي خو خلک په زور نه غيبږي. په ۲۱مې پېړۍ کې د خپلو وګړو غيبولو زموږ لپاره د شرم خبره ده. که پاکستان په خپل ايين کې ليکلي انساني حقونه خپلو وګړو ته نه شي ورکولی نو نه پوهېږم د ايين کومه حصه به ورته ورکړای شي؟"

د کوټې غونډه د پاکستان پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ (ن)، بلوچستان نیشنل پارټۍ (ېينګل) او ځينو نورو ګوندونو له لوري د هغو کنفرانسونو لړۍ ده چې وايي په هره صوبه کې به یې کوي. د دوی په خبره، کوښښ کوي چې ټول سیاستوال د امنيتي، اقتصادي او بشري حقونو اړونده مسايلو د حل لپاره سره يو ځای کړي.

د غونډې کوربه او د بلوچستان نیشنل پارټۍ (مينګل) ګوند يو مشر لشکري خان رییساني ادعا وکړه چې په پاکستان کې د "مخ پر ځوړ روان جمهوريت" سبب په حکومتي چارو کې "د پوځ لاسوهنه" ده.

هغه وويل چې دا مسله تر ټولو په بلوچستان صوبه کې ډېره ده. "موږ په داسې يو ریاست کې اوسو چې فرضي دښمنان یې جوړ کړي دي. کله یې شيعه له سني سره جنګولي دي، کله یې پښتانه له بلوڅانو سره. پنجاب له هند وېروي او خیبر پښتونخوا له طالبانو. موږ ټول په يوه او بله طريقه له وېرولو سره عادت او پر مخ روان ساتي. راځئ چې دغو قوتونو ته دا پیغام ورکړو چې په سياسي، حکومتي او انتظامي معاملاتو کې مداخله مه کوئ."

د پاکستان پوځ په سیاست کې د مداخلې تور ردوي او ویاندانو یې په بېلابېلو وختونو کې ويلي چې حکومتونه نه چلوي بلکې یوازې ورسره د امنيت په برابرولو کې مرسته کوي.

تېر کال د نومبر په مياشت کې د پاکستاني پوځ مشر جنر قمر جاوېد باجوه د خپلې دندې د ختمېدو په وينا کې ادعا وکړه چې پخوا که هر څنګه ول خو "اوس پوځ په سیاست او حکومت کې ګوتې نه وهي."

رییساني هم په خپله وينا کې د باجوه دا ادعا یاده کړه او پوښتنه یې وکړه چې که پوځ اوس "ريښتيا هم نيوټرل (غیرجانبداره) شوی" نو بايد د دې پلټلو لپاره يو کمېشن جوړ شي چې "پوځ پخوا ولې غيرجانبداره نه وو؟"

په غونډه کې د پيپلز ګوند يو پخواني سېنېټر مصطفی نواز کوکر، د جماعت اسلامي يو مشر عطاالرحمن او ځينو نورو هم ورته خبرې وکړي. دوی پر سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د غيرجمهوري قوتونو پر ضد په کلکه ودرېږي.

کوکر وويل چې په سیاست کې د پوځ لاسوهنه، د خلکو جبري تری تمولو دوام او د پارلېمان کمزوري د هغه هېواد "د بقا په اړه پوښتنې" راپورته کوي. "نه په دې ملک کې جمهوريت شته او نه هم انساني حقونه. د پاکستان د جوړېدو له لومړۍ ورځې دا فیصله شوې وه چې دلته به جمهوريت ودې ته نه پرېږدي. موږ هغو مېندو ته هېڅ ځواب نه لرو چې بچي یې اول غيب او بيا په زندانونو کې واچول شي. خبره دا ده چې موږ هېڅ هغه موقع له لاسه نه ده ورکړې چې ورسره د دې ملک وګړي له دې هېواده د ليرې ساتلو کوښښ پکې کېدای شي. که موږ په سیاست کې د اېسټیبلېشمنټ مداخله بنده نه کړو نو یقين وکړئ چې بیا به له موږ سره وخت ډېر کم وي."

د ورکو بلوڅانو موضوع

د کوټې په کنفرانس کې ډېریو ويناوالو د جبري لادرکيو مسله راپورته کړه. د لادرکه بلوڅانو به استازيتوب د هغوی لپاره غږ پورته کوونکي تنظيم (وایس فار بلوچ میسينګ پرسنز) مشر نصرالله بلوڅ خبرې وکړي.

نوموړي تور پورې کړ چې د پاکستان امنيتي ځواکونه لومړی په جبري توګه خلک ورکوي او بیا یې په داسې زندانونو کې اچوي چې خپلوانو ته یې هېڅ معلومات نه ورکوي. "موږ بیا بيا دا غوښتنه کوو چې که زموږ خلک د ریاست پر ضد کوم کار کې ښکېل وي نو عدالت ته یې راولئ. که پانسي هم ورکړئ، موږ پرې اعتراض نه لرو. که په څرګنده مقدمه کې سزا ورکړئ نو موږ به پرې غمجن نه شو."

له ښي لوري: اختر مېنګل او افراسیاب خټک د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره ګوري - پخوانی انځور.
له ښي لوري: اختر مېنګل او افراسیاب خټک د ورکو بلوڅانو له کورنیو سره ګوري - پخوانی انځور.

د ورکو کسانو د موندلو لپاره د پاکستان وفاقي او د بلوچستان صوبايي حکومت کمېشنونه جوړ کړي دی.

پر وفاقي کچه، په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوي خپلواک کمېشن د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې سپریم کورټ ته په وړاندې کړي راپور کې ويلي چې ورسره په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې د ۹،۱۳۳ کسانو د ورکېدو قضیې ثبت شوې دي.

په راپور کې وړاندې راغلي، کمېشن د ۲۰۱۱ز کال له مارچ څخه د ۲۰۲۲ز کال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۹،۰۰۰ څخه زیاتې داسې قضیې ترلاسه کړي دي چې پکې خلکو شکایت کړی چې خپلوان یې تری تم شوي دي.

راپور وايي، کمېشن په دې موده کې له ۶،۰۰۰ سېوا قضیې فیصله کړې دي چې ورڅخه یې ۳،۷۴۳ کسان کورونو ته ستانه شوي دي خو له ۲،۲۰۰ زیات کېسونه لا تر اوسه حل شوي نه دي.

د ورکو کسانو د قضیو پلټونکی کمېشن وايي، تر ټولو زیات شکایتونه یې له خیبر پښتونخوا، بلوچستان او بیا له سینده ترلاسه کړې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر نهمه ویلي ول چې په ملک کې د ورکو کسانو د خوشې کولو او د هغوی د قضیو څېړلو "ټولې ممکنې هڅې" کوي. نوموړي دا څرګندونې په اسلام اباد های کورټ کې د حاضرۍ پر مهال د مشر قاضي اطهر من الله مخې ته کړې وې.

XS
SM
MD
LG