د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره مظاهره شوې


د مظاهرې یوشمېر ګډونوالې ښځې وې چې د کوټې ښار په مرکز کې پر عمومي سړک ناستې وې - د اګست ۲۳مې انځور.
د مظاهرې یوشمېر ګډونوالې ښځې وې چې د کوټې ښار په مرکز کې پر عمومي سړک ناستې وې - د اګست ۲۳مې انځور.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې لسګونه کسانو او د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو احتجاجي مظاهره کړې او تر څه وخت پورې یې د ښار عمومي سړکونه تړلي ول.

د اګست پر ۲۳مه مظاهرې ته ښځې هم ورغلې وې او غوښتنه یې کوله چې ورک بلوڅان دې خوشې شي او که پر چا تور وي، نو عدالتونو ته وړاندې شي.

د مظاهرې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې عدالتي کمېشن دې په جولای کې په زیارت کې د عملیاتو پر مهال د ورکو بلوڅانو د وژنې قضیه وڅېړي.

د بلوچستان د اعلاوزیر د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو وايي، د ورکو بلوڅانو د کورنیو غوښتنې منل شوې دي.

نوموړي د اګست پر ۲۳مه په بیان کې ویلي دي چې حکومت د هغې پېښې د پلټنې لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړی نو ځکه د ورکو بلوڅانو د کورنیو د غړو او فعالانو احتجاج "بې ځایه دی" او په دې ډول مظاهرو "ولس ته تکلیف ورکوي."

په بلوچستان کې د اګست پر ۱۵مه د امنیتي ځواکونو تر عملیاتو وروسته د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو په کوټه کې پرلت وهلی وو. یوشمېر پرلتوالو دعوه کړې وه چې پوځ یې په زیارت کې داسې "خپلوان" په "جعلي مقابله" کې "وژلي" چې له "میاشتو میاشتو راهیسې" ورک ول.

خو د بلوچستان حکومت وايي، د جولای پر ۱۵مه په عملیاتو کې وژل شوي کسان "ترهګر" ول.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو په زیارت کې د پوځ د افسر کرنل لییق بېګ مرزا تر تښتونې او وژنې وروسته عملیات وکړل او د "نهو وسله والو" د وژنې دعوه یې وکړه. بېلونپاله وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د مرزا د تښتونې او وژنې ذمه واري منلې وه.

کرنل مرزا د جولای پر ۱۲مه له کورنۍ سره زیارت ته تر سیل وروسته کور ته پر لاره وو چې وسله والو له ګاډي ښکته کړ او له ځانه سره یې یووړ. په بلوچستان کې لېویز ځواک د جولای پر ۱۴مه وویل چې د نوموړي مړی یې د زیارت او هرنايي پر پوله موندلی.

بلوڅ بېلونپاله وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د پاکستاني پوځ د کرنل لییق بېګ مرزا د تښتونې او وژنې ذمه واري منلې وه.

د ورکو کسانو مسله

د لادرکه بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مبارزه کوونکی سازمان وايي، په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې لسګونه زره بلوڅان ورک شوي چې ورڅخه یې سلګونه وژل شوي دي.

په بلوچستان کې د خلکو ورکولو تورونه پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي.

خو پوځ په تېرو کلونو کې ویلي چې د ورکو کسانو شمېر هومره نه دی چې څومره یادېږي او همداراز، ځینې هغه کسان چې ورک بلل کېږي، له وسله والو ډلو سره یوځای شوي او ورڅخه یې یوشمېر له ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي.

د اګست پر ۲۳مه لسګونه کسانو په کوټه کې د مظاهرې پر مهال عمومي لارې تړلې وې.
د اګست پر ۲۳مه لسګونه کسانو په کوټه کې د مظاهرې پر مهال عمومي لارې تړلې وې.

د لادرکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره حکومتي کمېشن په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوی. هغه کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د مارچ مياشت په يو رپورټ کې ويلي ول چې تر هغه وخته یې د ۸،۴۱۵ کسانو د ورکېدو پېښې ثبت کړې وې چې ورڅخه یې د ۶،۱۶۳ قضيې هوارې کړې دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۱۱مه تر خپلې ټاکنې ۱۲ ورځې وروسته کوټې ته تللی وو او هلته یې د ورکو کسانو له کورنيو سره ژمنه وکړه چې دا مسله به څېړي. هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به "له بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي.

تر دې وروسته، د پاکستان حکومت د مې پر ۳۰مه د خلکو په زوره د تری تم کولو د مخنيوي په اړه يوه کمېټۍ جوړه کړه چې مشر يې د قانون او انصاف وزير اعظم نذير تارړ دی.

XS
SM
MD
LG