د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي د عمران خان "بدناموونکي بیان سخت حيران" کړی دی


د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د پوځي مشرانو د يوې غونډې مشري کوي (پخوانی انځور)
د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د پوځي مشرانو د يوې غونډې مشري کوي (پخوانی انځور)

د پاکستان پوځ د تحريک انصاف مشر عمران خان پر هغه بیان "سخته حيرانيتا" ښودلې چې نوموړي پکې ويلي وو شهباز شريف او اصف علي زرداري "د خپلو غلاوو د پټولو لپاره د خوښې پوځي مشر راوستل غواړي".

د پاکستان پوځ د سپتمبر په پينځمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د عمران خان دا بیان غير ضروري او په داسې حال کې د پوځ د مشرتابه د بدنامولو کوښښ دی چې "دا اداره هره ورځ د ملک د خوندي ساتلو لپاره قربانۍ ورکوي". په خبرپاڼه کې ويل شوې: "د پوځ د مشر د ټاکلو طریقه کار په ايين کې واضحه شوی دی. د [عمران خان] بیان ډير د افسوس وړ او مایوسونکی دی."

عمران خان د سپتمبر په څلورمه نېټه په فیصل اباد کې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف او د پيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري غله بللي ول او بې له ثبوت وړاندې کولو يې ادعا وکړه چې دواړه غواړي په نومبر میاشت کې د پوځ مشر د خپلې خوښې کس وټاکي.

هغه زیاته کړه: "د اصف زرداري او نواز شریف پوره هڅه ده چې د پوځ مشر د خپلې خوښې کس روالي دا ځکه چې دوی پیسې غلا کړې دي. دوی ويرېږي چې که يو تکړه او په وطن مين کس د پوځ مشر شو نو هغه به له دوی څخه پوښتنه کوي."

ټاکل شوې ده چې د نومبر په وروستۍ اوونۍ کې به د پوځ د اوسني مشر جنرل قمر جاويد باجوه کاري موده پای ته ورسېږي او پر ځای به يې نوی کس ټاکل کېږي. خو عمران خان تر دې مخکې د ټاکنو کېدل غواړي او له همدې وجې یې پر ایتلافي حکومت فشار اچولو لپاره په بېلابېلو ښارونو کې جلسې کول پيل کړې دي.

د پاکستان اوسني ایتلافي حکومت مشري مسلم ليګ (ن) کوي. دوی سره پر ځينو نورو ګوندونو سربیره پيپلز پارټي هم شامله ده. دوی دواړو د عمران خان ادعاوو ته غبرګون ښودلی دی. وزیراعظم شهباز شريف او د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري هم د عمران خان پر څرګندونو نيوکې کړې دي.

شهباز شريف د سپتمبر په پينځمه نېټه پر ټويټر ليکلي چې عمران خان د پوځ او د پوځ مشرتابه د مخامخ بدنامولو په خاطر پر هغوی زهرجن تورونه لګوي. هغه تور پورې کړ: "د ادارو د بدمانولو لپاره د عمران نیازي څرګندونې ټيټې کچې ته راپرېوتې دي. د هغه له شرارته ډکه اېجنډا دا ده چې په پاکستان کې ګډوډي پېدا کړي او دا هېواد کمزوری کړي."

د شهباز شريف په شان اصف علي زرداري هم د عمران پر څرګندونو نيوکې کړې دي. نوموړي د سپتمبر پر پینځمه نېټه پر ټويټر خپور شوي بیان کې د عمران خان نوم نه دی اخيستی البته د ثبوت ورکولو پرته يې هغه ته په اشارې تور پورې کړی چې دغه کس د پاکستان د کمزورلو لپاره له بل چا څخه ټيکه اخیستې ده.

نوموړي زیاته کړې: "موږ به خپلې ادارې او جرنېلان د دې کس د هوس په خاطر متنازعه نه کړو. زموږ هر سرتیری، له سپاهي واخله تر جنرال پورې هر يو په وطن مين او زړور دی."

د پاکستان پر ټولنيزو رسنيو د عمران خان پر دې څرګندونو تاوده بحثونه روان دي.

ځیني کارپوهان فکر کوي چې د روان ۲۰۲۲ز کال د اپرېل په میاشت کې د عدم اعتماد له لارې له واک څخه تر لرې کېدو وروسته دا د پوځ په اړه د عمران خان تر ټولو ښکاره او لانجمنې څرګندونې دي چې د دوی په وينا له کبله به یې د پوځ راتلونکی مشر هم ښايي متنازعه شي.

د پوځ پخواني افسر سيد نذير وايي چې د عمران خان د څرګندونو له وجې د ادارې په توګه پوځ ته زیان رسېږي. هغه د سپتمبر په پينځمه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: "داسې فکر به کېږي چې پوځ (په داخلي) توګه تقسيم دی، ګواکې ځينې جنرالان د عمران خان په طرف او ځينې د پي ډي اېم، نواز شريف یا پي پي پي په طرف دي نو دا د تقسيم طرف ته اشاره ده او تقسيم تسليمول دي."

ځينې کاپوهان د عمران خان د "محب وطن پوځي د ټاکلو" له څرګندونو څخه داسې انګيرې چې ګواکې په پوځ کې دننه داسې کسان هم شته چې محب وطن نه دي. د پوځ پخوانی افسر برېګېډيير سعد محمد خان وايي چې د ده په فکر عمران خان ډېره ناسمه خبره کړې ده. هغه زیاتوي چې که يو پوځي تر شاوخوا درې لسېزو وروسته درې ستوريزه عهدې ته رسېږي نو ددې معنی دا ده چې د هغه په اړه پلټنې شوې وي.

مریم نواز: چا چې عمران خان واک ته رسولی وو اوس یې یوازې پرېښی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

هغه زیاتوي: "دا به ډېر زیاتی وي چې که يو څوک يې په محب الوطنۍ شک کوي. ممکن ده چې يو کس نيم به په ماضي کې داسې ختلی وي خو زه نه ګڼم چې د پاکستان په پوځ کې به داسې لېفټينېټ جنرل وي چې هغه محب وطن نه وي. د هغه له پاليسي سره به زه متفق نه یم خو د هغه په محب الوطنې شک نه شم کولای."

عمران خان په خپله وينا کې غوښتنه کړې چې د پوځ راتلونکی مشر دې د وړتیا (مېرټ) پر اساس وټاکل شي. د دې په اړه سعد محمد خان وايي چې د پوځ په داخلي نظام ډېر کم خلک پوهيږي. د ده په خبره، د مشر د ټاکنې په اړه په پوځ کې دننه ډېر بحثونه کېږي او په متفقه توګه يې حکومت ته نومونه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG