د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه وايي پوځ ځان له سیاسته لیرې ساتي


جنرال باجوه په امریکا کې د پاکستان په سفارت کې یوې غونډې ته وویل چې پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي - پخوانی انځور.
جنرال باجوه په امریکا کې د پاکستان په سفارت کې یوې غونډې ته وویل چې پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي دي چې پوځ ځان له سیاسته لیرې ساتلی او غواړي چې همداسې پاتې شي.

نوموړي د اکتوبر پر څلورمه په واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې غونډې ته په وینا کې په دوو میاشتو کې د دندې تر پای وروسته د څوکۍ پرېښودو ژمنه هم تکرار کړه.

باجوه دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په پاکستان کې په اپرېل کې د وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته سیاسي ناکراري لا هم دوام لري او د تحریک انصاف مشر په خپلو احتجاجي جلسو کې د پوځ پر مشرتابه د انتقاد ترڅنګ په وروستیو کې تور پورې کړ چې اوسنی وزیراعظم شهباز شریف او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د درغلیو پټولو لپاره د خپلې خوښې پوځ مشر ټاکل غواړي.

پوځ د سېپټېمبر پر پینځمه په بیان کې د خان پر څرګندونو "سخته حیرانتیا" وښوده او و یې ویل چې د هغه خبرې "د تاسف وړ او خورا مایوسونکې" وې.

ایا پوځ به په سیاست کې له مداخلې لاس واخلي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:48 0:00

د پاکستان پوځ تر دې مخکې هم ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه دې څوک پکې د ښکېلولو هڅې کوي.

البته پر دې سربېره په هغه هېواد کې دا تاثر عام دی چې پوځ پر سیاسي، دفاعي او بهرنیو چارو د پام وړ نفوذ لري. جنرال باجوه په جولای کې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پاکستان ته د پور د پروګرام د بل قسط ژر ورکولو په برخه کې له واشنګټنه مرسته غوښتې وه او په دې لړ کې يې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیالې وېنډي شېرمن سره خبرې کړې وې.

باجوه په واشنګټن کې غونډې ته په وینا کې له سیاسي چارو څخه د پوځ د لیرې پاتې کېدو په اړه نور معلومات ور نه کړل خو زیاته یې کړه چې د هېواد اقتصاد سمول باید د ټولنې د ټولو برخو لومړیتوب وي.

تر غونډې وروسته نوموړي په پېنټاګان کې د امریکا د دفاع له وزیر لایډ اسټن سره ولیدل.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې جنرال باجوه له جنرال اسټن، د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سولېوان او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې وېنډي شېرمن سره په ملاقاتونو کې د "ګډو ګټو پر چارو، سیمه ییز امنیت" او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې وکړې.

بیان کاږي چې باجوه له سېلاب ځپلو سره د امریکا د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د نړیوالو مرسته مهمه ده.

په پاکستان کې د جون له ۱۴مې راهيسې بارانونو او سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ د دې هېواد په لکونو جريبه مځکه ولاړ فصلونه تباه کړي دي. حکومت وايي سېلابونو هېواد ته د ۳۰ اربه امریکايي ډالرو زیانونه اړولي دي.

ای اېس پي ار وايي، د پوځ مشر د سېپټېمبر پر ۳۰مه د یوې اوونۍ په رسمي سفر واشنګټن ته ولاړ.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په وروستي ځل په ۲۰۱۹ز کال کې د هغه وخت له وزیراعظم عمران خان سره په درې ورځني سفر امریکا ته تللی وو.

د پاکستان د پوځ اوسنی مشر په ۲۰۱۶ز کال کې ټاکل شوی وو او له قانون سره یې سم کاري موده په ۲۰۱۹ز کال کې پای ته ورسېده چې پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د نومبر تر پایه غځولې وه.

XS
SM
MD
LG