د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کورنيو چارو وزیر: جبري لادرکۍ د ریاست لپاره شرم دی


رانا ثناالله په يوه خبري غونډه کې (پخوانی انځور)
رانا ثناالله په يوه خبري غونډه کې (پخوانی انځور)

د پاکستان کورنيو چارو وزير وايي د رياست لپاره دا د شرم خبره ده چې خلکو سره د قانوني چلند پر ځای هغوی په زور لادرکه او بیا یې مړي وموندل شي.

د کورنيو چاروزير رانا ثناالله د سيپتمبر په شلمه په کراچۍ کې د متحده قامي مومنټ د سياستوالو سره تر ملاقات وروسته پر ټويټر ليکلي چې دا هم هر چا ته معلومه ده چې په دې برخه کې د ملکي حکومت واک تر کومه حده وي خو کوښښ کوي چې په "افهام و تفهيم" سره دا مسله حل شي.

رانا ثناالله او د اقتصاد وزير ایاز صادق د سيپتمبر په شلمه کراچۍ ته د متحده قومي مومنټ مشرانو سره د دې لپاره خبرو لپاره ورغلي وو چې دغه ګوند وايي ځيني غړي‌يې لادرکه او د ځينو یې تر لادرکه کېدو وروسته مړي موندل شوي دي. رانا ثناالله هغوی ته ډاډ ورکړ چې د جبري لادرکه کولو ستونزې د بيخي ختمولو لپاره کوښښ کوي.

نوموړي تر ملاقات وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل: "د ورکو خلکو موندل د ریاست ذمه واري ده. چې کوم هېواد دا نه شي کولی هغه د خپل ايين له مخې خپلو خلکو ته د ژوند ازدي نه ورکوي. د لادرکه خلکو ستونزه يوازې د کراچۍ مسله نه ده. زموږحکومت په بېړنۍ توګه کار پیل کړی دی او کوښښ کوو چې لادرکه شوي خلک بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي."

د پاکستان دکورنیو چارو وزیر داخبري په داسي حال کې کړي چې د سیپتمبر په ۱۴ مه د سيند صوبې ميرپور خاص او سانګړ ضلعو کې ۴ مړي موندل شوي وو. د متحده قومي مومنټ مشر، خالد مقبول صديقي ادعا کړې وه چې دغه کسان د هغه د ګوند غړي دي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کال ترمنځ موده کې له کراچۍ څخه په زور لادرکه کړل شوي وو. د نوموړي په خبره د دغو کسانو د لادرکۍ مقدمې په سیند هایکورټ کې روانې وي.

متحده قومي مومنټ د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان اوسني ایتلافي وفاقي حکومت کې شامل اتحادي دی. دوی په پاکستان کې يوازيني هغه خلک نه دي چې د جبري لادرکيو شکايتونه او اندېښنې لري.د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره کار کوونکی سازمان، وایس فار میسینګ بلوچ پرسنز ادعا لري چې له څلويښ زرو څخه زیات بلوڅان د امنيتي ځواکونو په لاس په زور غيب کړل شوي دي.

د پاکستان پوځ دريځ لري چې لادرکه کړل شوي کسان په زرګونو کې نه دي. دوی د هغه سرکاري کمېشن یادونه هم کوي چې په ۲۰۱۱ کال کې حکومت د لادرکه خلکو د موندلو لپاره جوړ کړی وو. دې کمېشن پر خپل ويب سايټ ليکلي‌چې د نيږدې ۶۵۰۰ لادرکه کسانو کیسونه یې حل کړي دي خو بلوڅان د دغه کمېشن له کاره خوشاله نه دي. دوی له ډېرې مودې راهیسې په دې لړ کې مظاهرې، پرلتونه او غونډې کوي. رانا ثنا الله تېره اونې د لادرکه بلوڅانو دکورنېو غړو سره په کوټه کې خبرې کړې وې او هغوی ته یې ډاد ورکړی چې د هغوی لادرکه خپلوان به ورستنوي. تر دې وروسته دغو احتجاج کوونکو خپل پرلت ختم کړ.

خو د لا درکه بلوڅانو د موندنې لپاره کارکوونکي وايي فکر نه کوي چې ولسي حکومتونه د جبري غيب کړل شويو کسانو مسله حلولی شي. د بلوچ يکجهتي کميټۍ يوه مشره غړې، سيمي دين بلوچ چې د خپل لادرکه پلار او نورو بلوڅانو د موندلو لپاره هلې ځلې کوي، وايي دوی ته بېلابېلو ملکي چارواکو ډاډ ورکړی خو په زور د لادرکه کول لا هم نه دې ودريدلي.

سیمي دین بلوچ د سپتمبر په شلمه مشال راډيو ته وويل: "د جبري لادرکه شويو خلکو لپاره جوړې د کابینې کمېټې غونډې کړې دي. تر اوسه ډير څه نه دې شوې خو که دا ځل هم موږ مایوسه کړی شو، يا دا مېندې او خویندې په دوکه کې وساتل شوې نو نور به بلوڅان هېڅکله د پاکستاني حکومت او ریاست په وعدو باور ونه کړي او نه به هم ترې کله د انصاف تمه ولري."

XS
SM
MD
LG