د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: پوځ که په سیاست کې ښکېل نه دی نو بیا خبري غونډې ولې کوي


PAKISTAN-POLITICS/
PAKISTAN-POLITICS/

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د پوځ د ویاند او د استخباراتي ادارې مشر پر خبري غونډې نیوکې کړې دي.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۷مه د پاکستان د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن ۹۲ نیوز سره په مرکه کې وویل چې پوځ ټینګار کوي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو د ده په وینا، په راولپېنډۍ کې د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال بابر افتخار او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال نوید انجم خبري غونډه د سیاسي موضوعاتو په اړه وه.

عمران خان وویل، "هغه یوه سیاسي خبري غونډه وه. زه خو لومړی پر دې نه پوهېږم چې ایا د دفاع وزیر [خبري غونډه] نه شوه کولای؟ یا به د کورنیو چارو وزیر او یا هم وزیراعظم کړې وای. د دوی څه کار وو چې خبري غونډه یې کوله؟ [پوځ] وايي چې موږ په سیاست کې [دخیل] نه یو او بیا خبري غونډه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ای اېس پي ار او د ای اېس ای مشرانو د اکتوبر پر ۲۷مه د خبري غونډې پرمهال په خپلو څرګندونو کې د عمران خان له نوم اخیستو پرته وویل چې د وزیراعظمۍ له دندې څخه د هغه د ګوښه کېدو لپاره د هېڅ ((بهرني سازش ثبوت نه شته.))

جنرال انجم وویل، د ((ناسمو او درواغو)) تورونو پر اساس یوه بیانیه جوړه شوه او د امنیتي ادارې او پوځ بدنامۍ هڅه وشوه.

د جنرال بابر افتخار او جنرال نوید انجم د دې خبرو اشاره د عمران خان هغه دریځ ته وه چې ګواکې د ده واکمني د امریکا په سازش ختم کړل شوې وه.

د پاکستاني پوځ تر څنګ د امریکا له خوا هم په رسمي توګه د عمران خان دا دریځ رد کړل شوی او ویل شوي وو چې دا هر څه د پاکستان کورنۍ چارې دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال بابر افتخار زیاته کړه چې پوځ پرېکړه کړې ده چې په خپل اییني چوکاټ کې کار کوي او په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي.

عمران خان په وروستیو کې په بیا بیا پر پوځ انتقاد کړی دی او تور یې پورې کړی دی چې په سیاست کې دخیل دی او دا چې د ده د وزیراعظمۍ پر مهال اصلي واک له بل چا سره وو.

تر نوموړي مخکې د پاکستان تحریک انصاف مخکښه سیاستوالانو هم په خبري غونډه کې د پوځي جنرالانو پرونۍ څرګندونې ناسمې وبللې.

دوی د اکتوبر پر ۲۷مه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل، " که پوځ غیر سیاسي دی، نو بیا یې خبري غونډه ولې کوله؟"

د پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر په خبري غونډه کې دا هم وویل چې عمران خان په ورځ د پوځ مشر غدار بولي‌ او په شپه ورسره په پټه ملاقاتونه کوي.

د تحریک انصاف مخکښ او د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي د پوځ او ای ایس ای د مشرانو دې څرګندونو ته په اشاره وویل، "دوی وایي، پټ پنا اجلاسونه کیږی، زموږ غوښتنې کله غیر اییني او غیر جمهوري وې، هیڅ کله هم نه؟"

د تحریک انصاف لانګ مارچ

دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف د خپل مشر عمران خان په وینا د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهور څخه د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ پیل کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وايي، له لاهوره د اسلام اباد پر لوري احتجاجي لاریون کوي چې موخه یې حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو کولو ته اړ اېستل دي.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۷مه پر ټوېټر په یوه غږیزه غونډه یا سپېس کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې د ده په وینا، د ((واقعي یا حقیقي ازادۍ)) لپاره دې وروځي کوم چې به د ده په وینا سوله ییز وي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د اکتوبر په پیل کې په ولسي غونډو کې په بیا بیا د حکومت ضد لاریون پیلولو ذکر کاوه خو نېټه یې د اکتوبر پر ۲۵مه تر هغې څلور ورځې وروسته ورکړه چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د توشه خانې په قضیه کې د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړ چې پرضد یې بیا تحریک انصاف احتجاجونه وکړل.

د پاکستان حکومت وار له مخه ویلي دي چې د عمران خان په مشرۍ د لاریون ګډونوال اسلام اباد ته داخلېدو ته نه پرېږدي.

د پلانونو چارو وزیر احسن اقبال د خان تر اعلان وروسته ویلي ول چې د هغه د لاریون موخه ((ګډوډي)) خپرول دي.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د اکتوبر په پیل کې ویلي ول چې اسلام اباد ته د تحریک انصاف د لاریونوالو داخلېدو مخنیوي لپاره یې ((بشپړه ستراتیژي)) جوړه کړې ده.

د پاکستان حکومت دا راز په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې انتخابات به راتلونکې کال په اکتوبر کې پر ټاکلي وخت کېږي.

عمران خان د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په قومي اسمبلۍ له د تحریک عدم اعتماد له لارې له واکه لرې کړل شوی وو او نوموړی له هغه راهسې وخت پر وخت احتجاجونه او غوښتنه کوي‌ چې په ملک کې دې تر وخت له مخه انتخابات وشي.

په پاکستان کې تېر عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه شوي وو او د نورو انتخاباتو موده د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې پوره کېږي.

XS
SM
MD
LG