د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د لادرکو کسانو د موندلو کمېشن لومړۍ غونډه وکړه


د لادکه بلوڅانو د خپلوانو اتحادیې وایس فاربلوڅ مسنګ پرسن د حکومتي کمیشن هرکلی کړی خو وايي باید دا کمیشن واک ولري: انځور له ارشیفه
د لادکه بلوڅانو د خپلوانو اتحادیې وایس فاربلوڅ مسنګ پرسن د حکومتي کمیشن هرکلی کړی خو وايي باید دا کمیشن واک ولري: انځور له ارشیفه

د بلوچستان د حکومت ترسیوري لاندې د لادرکه کسانو په اړه د پارلیماني کمېشن لومړۍ غونډه په کوټه کې ترسره شوې ده.

د جنورۍ په شپږمه، د بلوچستان د کورنیو چارو د صوبایي وزیر میرضیا لانګو په مشرۍ په دې غونډه کې صوبايي وزیرانو، حکومتي چارواکو او د حزب اختلاف غړو برخه واخیسته. د غونډې ګډونوال او د بلوچستان نیشنل پارټۍ له خوا د اسمبلۍ غړي ملک نصیر احمد شاهواني مشال راډیو ته وویل چې په غونډه کې د لادرکه کسانو د معاملې بشپړ جاج واخستل شو. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکی غونډه کې به د اسلام اباد هايي کورټ له لوري جوړشوي د اخترجان تر څارني لاندي د کمیشن او دغه ډول د پخواني جسټس فضل الرحمان په مشرۍ د کمیشن راپورونو ته کتنه کیږي.

بل خوا د لادکه بلوڅانو د خپلوانو اتحادیې وایس فاربلوڅ مسنګ پرسن د حکومتي کمیشن هرکلی کړی خو وايي باید دا کمیشن واک ولري. د اتحادیې مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ په دغه اړه د جنورۍ په اوومه مشال راډیو ته وویل چې کوم سرکاري ملازمین لادرکه دي باید د هغوی د کورنیو سره مالي مرسته وشي.

د یادوني وړده چي د بلوچستان حکومت د بلوچستان های کورټ په امر دا کمیشن جوړ کړی دی. عدالت په دغه اړه تیر کال د نومبر په میاشت کې حکم جاري کړی وو. د بلوچستان د کورنیو چارو د وزارت په وینا یاد کمشین به نه یوازې د لادرکه کسانو د مقدمو جاج اخلي، بلکې د هغوی د موندلو او راخوشي کولو لپاره به هم هلو ځلو له دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG