د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لادرکه بلوڅانو لپاره په کراچۍ کې احتجاج شوی دی


په کراچۍ کې بلوڅانو څو ځل د خپلو لادرکه خپلواکو موندلو لپاره احتجاجونه کړي دي - انځور له ارشيفه
په کراچۍ کې بلوڅانو څو ځل د خپلو لادرکه خپلواکو موندلو لپاره احتجاجونه کړي دي - انځور له ارشيفه

دا احتجاج په ځانګړې توګه د لادرکه شوي عارف بلوڅ او سراج نور لپاره د هغوي کورنیو او د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکي سازمان - وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز - په شریکه کړی وو چې په ګڼ شمېر د لادرکه کسانو د کورنيو غړو او مدني فعالانو پکې ګډون کړی وو.

د بلوچستان د لادرکه کسانو د کورنيو غړو یو ځل بیا په کراچۍ کې احتجاج کړی او د هغوی د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

دوی د جنورۍ پر لومړۍ نېټه لومړی د کراچۍ د پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او بيا د مظاهرې مشرانو په پريس کلب کې خبري غونډې ته وینا وکړه.

دا احتجاج په ځانګړې توګه د لادرکه شوي عارف بلوڅ او سراج نور لپاره د هغوی کورنیو او د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکي سازمان، وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز، په شریکه کړی وو چې په ګڼ شمېر د لادرکه کسانو د کورنيو غړو او مدني فعالانو پکې ګډون کړی وو.

د لادرکه شوي عارف بلوڅ د تره لور عاصمې بلوڅې پر دې مهال مشال راډيو ته وويل چې عارف بلوڅ او سراج نور د ډېسېمبر پر ۳۱مه د بلوچستان په خضدار ضلعه کې لادرکه شوي دي. هغې وویل:"عارف او سراج يې د بلوچستان له خضداره پورته کړي دي، اوس زموږ زده کوونکي په نښه دي، هره ورځ د بلوچستان تر څنګ د هيواد په نورو برخو کې بلوڅ زده کونکي لادرکه کيږي."

نوموړې زیاته کړه چې عارف بلوڅ د سي ايس ايس تياري کوله او سراج نور د پنجاب صوبې د سرګودې په پوهنتون کې د قانون په څانګه کې د ووېم سمسټر زده کونکی دی.

د احتجاج کوونکو په وينا حکومت د لادرکه شویو کسانو د مسلو هوارولو دعوې مخکې هم کړې دي او اوس يي هم کوي خو عمل پرې نه کوي. دوی زیاته کړه چې په عین وخت کې د بلوچستان تر څنګ په ټول هيواد کې بلوڅان لادرکه کيږي او بيا یې مړي میندل کيږي.

د بلوچستان د اعلا وزيرانو په ګډون نورو حکومتي چارواکو په وار وار ويلي، دوی ژمن دي چې د ورکو بلوڅانو ستونزه په ترجيحي بنيادونو حل کړي.

د غونډې یوې بلې ګډونوالې ثمرين بلوڅې مشال راډيو ته وويل چې د سراج او عارف د لادرکه کېدو دا لومړۍ پېښې نه ده. دې وویل: "هره ورځ د بلوڅانو په کورنو کې غم وي ، موږ د حکومت ، عدالت او رياست ادارو نه په وار وار خواست کړی چې لادرکه کسان عدالتونو ته وړاندې کړي."

د ثمرین په وینا، چې کله دوی احتجاج کوي نو په ځواب کې یې د ریاست ادارې دوی وهي ټکوي او یا هم ورته د خپلوانو مړي ترلاسه کېږي.

د وایس فار بلوڅ مسنګ پرسنز سازمان د کراچۍ يو غړي عبدالصمد بلوڅ مشال راډيو ته وويل چې د تېر کال په څېر یو بل کال هم بدل شو خو د ده په وینا، د بلوڅو ستونزې هم هغسې پرتې دي.

د احتجاج کوونکو په وينا، د بلوچستان ګڼ شمېر ځوانان د پاکستان امنيتي ادارو بې له عدالته په غېر قانوني توګه بنديان ساتلي دي او عدالتونه ته يي نه وړاندې کوي. دوی زیاته کړه چې د ملک وزیر اعظم شهباز شریف هم تسلي ورکړې وه خو بیا یې هم د خپلوانو د خوشي کېدو ارمان پوره نه شو.

د بلوڅو ملتپال ګوندونه او د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکی سازمان تور پورې کوي چې په لسګونه زره بلوڅان د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو تښتولي دي. خو د پاکستان پوځ په وار وار دا تور رد کړی دی چې ګواکې دوی د بلوڅانو په تښتولو او وژلو کې ښکېل دي.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د میندلو لپاره له ۲۰۱۱م کال راهیسې يو کميشن جوړ شوی دی. ياد کمېشن د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې په خپل يو رپورټ کې ویلي و چې تر هغه وخته د ۸۴۱۵ لادرکه کسانو قضیې ورسره ثبت شوې وې په کوم کې چې ۶۱۶۳ دوی هوارې کړې دي. خو بلوڅ ملتپال او بشري حقونو فعالان د لادرکه بلوڅانو شمېر تر ۵۰ زره هم زیات یادوي او ادعا کوي چې د دې ټولو په اړه ورسره کره معلومات پراته دي.

XS
SM
MD
LG