د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په اړه سیاسي چارو کې د مداخلې دعوې ولې کېږي؟


شنونکي وايي، پوځ د سیمه ییز نفوذ لپاره په سیاسي چارو کې مداخله کوي.
شنونکي وايي، پوځ د سیمه ییز نفوذ لپاره په سیاسي چارو کې مداخله کوي.

د پاکستان پوځ د تحریک انصاف د مشر عمران خان پر هغه بیان "سخته حیرانتیا" ښوولې چې پکې نوموړي بې له ثبوت وړاندې کولو دعوه کړې وه چې وزیراعظم شهباز شریف او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د "خپلو غلاوو پټولو" لپاره د "خپلې خوښې" د پوځ مشر ټاکل غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې موده سږ کال په نومبر کې پای ته ورسي، او حکومت یې باید تر هغې مخکې ځایناستی ونوموي.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر پینځمه د خان تر څرګندونو یوه ورځ وروسته په بیان کې وویل چې ایین د پوځ د مشر ټاکلو طریقه واضحه کړې او دا چې پوځ د ایین د سرلوړۍ هوډ تکراروي.

وزیراعظم شریف او د پیپلز ګوند مشر زرداري هم پر هم هغه ورځ د عمران خان دعوه رد کړه او ورباندې یې سخت انتقاد وکړ.

عمران خان د دې په ځواب کې وویل چې د ده مخالف ګوندونه یې بیان ته "غلط رنګ" ورکوي.

د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او هېڅوک دې یې پکې د ښکېلولو هڅې نه کوي.

د پاکستان پوځ مشر عمران خان په ۲۰۱۹ز کال کې د جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده وغځوله.
د پاکستان پوځ مشر عمران خان په ۲۰۱۹ز کال کې د جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده وغځوله.

خو پر دې سربېره دا تاثر عام دی چې د پاکستان پوځ پر سیاسي، دفاعي او بهرنیو چارو نفوذ لري.

د کراچۍ پوهنتون د ژورنالېزم د څانګې استاد توصیف احمد وايي، پوځ د خپلو اقتصادي ګټو او په سیمه کې د خپل نفوذ لپاره په سیاسي چارو کې مداخلت کوي.

ده د سېپټېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، د پاکستان پوځ اوسمهال له پېټرولو او سیمنټو واخله تر لویو صنعتونو پورې د ګڼو کاروبارونو مالک دی.

دا وخت عمران خان د خپل اقتدار لپاره ډېرې خبرې په ډاګه کوي خو زما په خیال، پوځ به یې و نه بښي.
توصیف احمد

پوهاند احمد وايي، د هند او افغانستان په ګډون د نورو ملکونو په اړه د بهرنیو چارو پالیسۍ هم د پوځ په خوښه جوړېږي.

دی البته وايي چې په سیاسي چارو کې مداخلت د یو یا دوو جنرالانو په وینا نه بلکې د ټولې ادارې په خوښه کېږي. "پوځ ځکه مداخلت کوي چې خپلې اقتصادي ګټې لري او ریاست یې ورپوره کوي. د پوځ شاوخوا ۳۵ داسې اعلان شوې [کاروباري] ادارې دي چې بې له ټیکس ورکولو کار کوي. د ژوند په هره څانګه کې دوی عمل دخل لري. البته له عمران خانه دا پوښتنه په کار ده چې [په ۲۰۱۸ز کال کې] چا په واک کې راوستی وو؟ که عمران خان وايي چې که د پوځ مشر ایماندار وي نو عدالتي نظام به [سم] چلېږي نو د دې مطلب خو دا شو چې د نواز شریف دا بیان سم وو چې قصداً سزا ورکړل شوې وه. دا وخت عمران خان د خپل اقتدار لپاره ډېرې خبرې په ډاګه کوي خو زما په خیال، پوځ به یې و نه بښي."

د پاکستان د پوځ د کاروبارونو په اړه دا ډول څرګندونې نوې نه دي. تر دې مخکې د جولای پر ۱۳مه اسلام اباد های کورټ د پلازمېنې په مارګلې غره کې پر سلګونه اېکړه ځمکه د پوځ د ملکیت دعوه رد کړې وه او په خپله تفصیلي فیصله کې یې ویلي ول چې پوځ قانوني "اجازه نه لري چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول کاروبارونه" ولري.

هغه مهال پوځ د فیصلې په غبرګون کې څه نه ول ویلي خو د پوځ یوه پخواني برېګېډییر سید نذیر مشال راډیو ته ویلي ول چې برحاله پوځیان کاروبارونه نه چلوي بلکې متقاعد پوځیان د ځینو کاروبارونو او بنسټونو چارې پر مخ وړي.

نوموړي د سېپټېمبر پر شپږمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان بعض سیاستوالان پوځ ته په سیاسي چارو کې د مداخلې لاره برابروي.

دی وايي، پخواني وزیراعظم عمران خان د خپلو سیاسي ګټو لپاره په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده تر درو کلونو پورې وغځوله خو اوس ورڅخه خپه دی چې ولې د ده په ګټه په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

دی همداراز وايي، د پخوانیو وزیراعظمانو ذوالفقار علي بوټو او نواز شریف حکومتونه هم هغو پوځیانو ړنګ کړي ول چې هغوی په خپله خوښه د پوځ مشران ټاکلي ول.

په سیاست کې د پوځ له مداخلت سره د پوځ بدنامي کېږي.
سید نذیر

دی وايي، په تېرو وختونو کې چې کله هم پوځ جمهوري حکومتونه ړنګ کړي نو مخالفه ګوندونو ورباندې خوشالۍ کړې دي.

د نذیر په خبره، اوس ګوندونو ته په کار دي چې د جنرالانو په مرسته د حکومت ترلاسه کولو پر ځای د جمهوریت (ولسواکۍ) ودې او پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

خو دی زیاتوي چې په سیاسي چارو کې د پوځ له مداخلت سره پوځ هم بدنامېږي. "اوس د ټولنیزو شبکو دور دی. نو په سیاست کې د پوځ له مداخلت سره د پوځ بدنامي کېږي. بلکې چې کوم کار پوځ نه وي کړی، هغه هم ورباندې تپل کېږي. پوځي مداخلت نه د ملک په ګټه دی او نه د پوځ."

د پاکستان د پوځ اوسنی مشر په ۲۰۱۶ز کال کې ټاکل شوی وو او له قانون سره یې سم کاري موده په ۲۰۱۹ز کال کې پای ته ورسېده چې پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره وغځوله.

نوموړی اوس غواړي چې د پوځ د نوي مشر تر ګومارنې مخکې انتخابات وشي او تور یې پورې کړی چې په اېتلافي حکومت کې شامل ګوندونه د خپلې خوښې مشر ټاکل غواړي.

خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د سېپټېمبر پر پینځمه د خان تر څرګندونو یوه ورځ وروسته وویل چې پوځ په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو مشرانو ته ناجایزه تحفظ نه دی ورکړی.

ده زیاته کړه چې وزیراعظم د پوځ د مشر ګومارنې واک لري خو په دې لړ کې له پوځي چارواکو او د پوځ له مشر سره مشورې ته لومړیتوب ورکوي.

XS
SM
MD
LG