د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي پخواني پوځي مشرتابه له پاکستان سره ټوکې کړې دي


د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند رهبر نواز شریف له خپلې لور مریم نواز سره یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه
د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند رهبر نواز شریف له خپلې لور مریم نواز سره یوې غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) ګوند رهبر میا محمد نواز شریف ویلي دي چې د هېواد د خرابو حالاتو ذمه وار کسان یې پخوا هم په ډاګه کړي ول او اوس هم وایي چې د پاکستان سیاسي او اقتصادي وضعیت خرابولو ذمه وار څوک دي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۹مه په لندن کې خبریالانو ته په وینا کې په ۲۰۲۰ز کال کې د ګوجراوالې جلسې ته په اشاره وویل چې په هغه وخت کې یې هم پر پوځي مشرتابه تور پورې کړی وو چې په سیاسي چارو کې مداخله کوي او اوس یې هم دا دریځ دی. "تاسو ته به زما د ګوجراوالې جلسه یاده وي چې ما پکې ویلي ول چې دا خرابي ده او دا یې ذمه وار دي. ما په هغه وخت کې هم ټولې خبرې په ډاګه کړې وې، دا خو زموږ ملک دی، له دې سره چې دا کوم ظالمانه سلوک وشو د دې په اړه خبره کول زما ذمه واري ده، ولس ته د دې حال ورکول هم زما ذمه واري او د دې سمول هم زموږ ذمه واري ده."

شریف په خپلو دغو خبرو کې د چا نوم وا نه خیست خو کله چې ترې یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید یادوي، نو ده یې په ځواب کې وویل، "تاسو ټولو ته معلومه ده. نه خو د چا نوم پټ دی او نه د چا شکل، دوی له پاکستان سره ټوکې کړي دي."

نواز شریف له خبریالانو سره دا خبرې د خپل ګوند تر هغې غونډې وروسته کړي چې پکې د مسلم لیګ (ن) مشرانو پر موجوده سیاسي حالاتو او پر خپل انتخاباتي کیمپېن بحث وکړ.

د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي.

د سیاسي چارو څېړونکی افتخار احمد هم وايي چې شریف په خپلو خبرو کې د هېچا نوم نه دی اخیستی.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۰مه مشال رېډیو ته وویل نه شي ویلای چې اشاره یې واقعي جنرال باجوه او جنرال حمید ته وه او که څنګه. "موږ دا نه شو ویلای چې هغه د دوو پوځي جنرالانو نومونه یاد کړل. ما د هغه ټولې خبرې واورېدې هغه پکې د چا نوم یاد نه کړ. ستاسو د دې سوال په ځواب کې چې هغه ډېره موده پس داسې خبرې وکړې نو هغه خو اکثره دغه خبرې کوي تاسو یې د تېرو شپږو میاشتو خبرې واورئ، خو مخکې چې کله پخواني وزیراعظم نواز شریف درې وارې دغه مسله یاده کړه نو خپله څوکۍ یې وبایله، نو نور یې څو وارې په ګوته کړي؟"

د پاکستان سپريم کورټ د ۲۰۱۷ز کال په جولای کې نواز شريف د پاناما اسنادو په مقدمه کې نااهله کړی وو چې وروسته نوموړی د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه شو.

بلخوا نواز شریف دا خبرې په داسې وخت کړي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان هم د خپل واک تر ختمېدو وروسته څو ځلې په خپلو ویناګانو کې د جنرال قمر جاوېد باجوه نوم یاد کړی چې په سیاسي چارو کې یې مداخلت کړی.

په اسلام اباد کې مې د سیاسي چارو له پوه عبدالهادي مایاره وپوښتل چې ولي سیاستوالان یوه مسله پر وخت نه په ګوته کوي؟

نوموړي وویل، دا خبره خو واضحه ده چې پوځ په سیاست کې لاسوهنه کوي. ​"که سیاستوالان خاموشه دي نو د هغې مطلب دا نه دی چې هغوي پوهېږي نه، خو ورته معلومه ده چې د پوځ د زور له منلو بغیر سیاست نه شي کولی. عمران خان هم وایي چې پوځ په سیاسي چارو کې اوس هم مداخلت کوي. پر پخواني جنرال فیض حمید او جنرال قمر [جاوېد] باجوه چې په سیاسي چارو کې د لاسوهنې کوم تور نواز شریف پورې کوي دغه عمران خان هم وایي. تېره اوونۍ د مسلم لیګ (ن) ګوند یو مشر سعد رفیق وویل د هېواد په سیاسي چارو کې د پوځ د لاسوهنې له وجې هلته له جمهوري نظامه مایوسه [شوی] دی."

د مسلم لیګ (ن) ګوند په شمول پاکستان پیپلز ګوند، جمیعت علمای اسلام (ف) او ځینې نور ګوندونه هم تور پورې کوي چې پوځ د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې درغلي کړې او په هغه وخت کې یې پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر د عمران خان په ګټلو او وزیراعظم جوړولو کې مرسته کړې وه.

خو پوځ او انتخاباتي کمېشن دا تور رد کړی وو او ویل یې چې د هغه کال انتخابات پاک او منصفانه ول.

XS
SM
MD
LG