د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځونیخېلو اوسېدونکو له حکومته د ناامنۍ مخنیوي غوښتنه کړې ده


په ځونیخېلو کې په تېرو کلونو کې د ناامنۍ پرضد پراخې غونډې او جلسې شوې دي - پخوانی انځور.
په ځونیخېلو کې په تېرو کلونو کې د ناامنۍ پرضد پراخې غونډې او جلسې شوې دي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې ځایي مشرانو او فعالانو له حکومته غوښتي دي چې هلته دې د ناامنۍ مخه ونیسي.

د جنورۍ ۲۵مې د غونډې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې ناامني موجوده ده، هدفي او بمي بریدونه هم کېږي او په بیا بیا یې د جرګو او احتجاجونو له لارې د امنیت غوښتنه کړې چې حکومتي چارواکو پر ژمنو سربېره نه ده پوره کړې.

د غونډې ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د امنیت غوښتنه جدي واخلي.

په ځونیخېلو کې د پي ټي اېم رابطه کار ګران وزیر مشال راډیو ته وویل چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې خلک به یوه اوونۍ وروسته د امنیت غوښتنې لپاره مظاهره کوي.

حکومت د جانيخېلو د تازه غونډې په اړه څه نه دي ویلي خو د بنو د انتظامیې او هلته د پوځ دوو چارواکو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پولیس او پوځ وخت په وخت د امنیت ټینګښت لپاره هدفي عملیات کوي او په تېرو میاشتو کې یې یوشمېر مشکوک وسلوال وژلي دي.

دوی دا هم وویل چې حکومت په سیمه کې د دوو اربو (مېلیاردو) روپیو پرمختیايي پروژو ته دوام ورکړی دی چې یوشمېر یې بشپړې شوې دي.

چارواکو زیاته کړه چې حکومت هلته د خلکو په غوښتنه ښوونځي، کالجونه، سړکونه او د څښاک اوبو او اوبه خور نظام پروژې عملي کوي.

په جانیخېلو کې تر دې مخکې هم د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، غونډې او جرګې شوې دي.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پای کې یوې درې ورځنۍ ځايي جرګې له حکومته وغوښتل چې په سیمه کې د ناامنۍ مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي.

جرګه تر هغې وروسته ورغوښتل شوې وه چې د اکتوبر پر ۲۶مه وسلوالو په جانيخېلو کې په دوو جلا جلا بریدونو کې د ملېشې ځواک يو سرتېری او يو ځای تن ووژل. تر پېښې وروسته د ځونیخېلو خلکو د احتجاجي لاريون پر مهال د جرګې وربللو پرېکړه وکړه.

تر دې وړاندې د جانيخېلو اوسېدونکو د سېپټېمبر پر ۱۳مه هم د جرګې له لارې له حکومته د امنیت غوښتنه کړې وه.

په ځونیخېلو کې له شاوخوا درو کلونو راهیسې امنیتي وضع خرابه ده چې پرضد په سیمه کې پراخې مظاهرې او پرلتونه شوي دي.

د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر شپږمه د ځایي قبایلي مشر ملک موېز خان پر کور تر ډزو او راکټي برید وروسته هم په ځونیخېلو کې د پېښې او ناامنۍ پر ضد مظاهره شوې وه.

ملک موېز خان د هغو ځايي مشرانو له ډلې دی چې په تېرو وختونو کې یې د سیمې امنیت لپاره په پراخو احتجاجي پرلتونو او لاریونونو کې فعاله ونډه لرلې ده.

په جانیخېلو کې خلکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته رسولې وه.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

XS
SM
MD
LG