د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جانیخېلو کې د ناامنۍ پرضد احتجاج شوی دی


په جانیخېلو کې ځایي خلکو د اپرېل پر اوومه، د یو مشر ملک موېزخان پر کور د برید ضد پرلت وهلی دی.
په جانیخېلو کې ځایي خلکو د اپرېل پر اوومه، د یو مشر ملک موېزخان پر کور د برید ضد پرلت وهلی دی.

د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې په جانيخیلو (ځونیخېلو) کې د بدامنۍ او ځايي قبایلي مشر ملک مویز خان پر کور د برید پرضد لاریون شوی دی.

مظاهرین په جانيخېلو کې د اېف سي ځواکونو د قلعې مخې ته ورجمع شوي ول او له حکومته یې د ناامنۍ د مخنیوي غوښتنه کوله.

دا له هغه وروسته وه چې د اپرېل پر شپږمه ناڅرګنده وسله والو د ځایي قبایلي مشر ملک موېز خان پر کور ډزې او راکټي برید کړی وو چې پکې چا ته زیان نه وو رسېدلی.

د جانيخېلو احتجاج ګډونوال او پښتون ژغورنې غورځنګ بنو ضلعې کوارډینېټر ګران وزیر مشال راډیو ته وویل چې له تېرې څه مودې راهیسې یې په سیمه کې ناامني ده چې له امله یې هلته مشران او ځوانان خوندي نه دي.

ده وویل، "وسله والو د ملک مویز خان پر کور برید وکړ، سپکه او درنه وسله یې وکاروله. د کور ماشومان او مېرمنې یې په ویره ول. موږ له کلونو د ناامنۍ ښکار یو خو د امن لپاره پرامنه مبارزه مو دوامداره ساتلې ده."

ګران وزیر وویل، د تشدد تر ختمولو او د امن تر ټینګښته به احتجاجونو او مظاهرو ته دوام ورکوي.

ملک موېز خان د هغو ځايي مشرانو له ډلې دی چې په تېرو وختونو کې یې د سیمې امنیت لپاره په پراخو احتجاجي پرلتونو او لاریونونو کې فعاله ونډه لرلې ده.

یو بل لاریونوال او د جانیخېلو جرګې غړي ریحان پښتون مشال راډیو ته وویل چې د سیمې خلک نور له جنګ او ناامنۍ ستړي شوي دي.

ده وویل، "په جانيخېلو کې له ۲۰ کلونو راهیسې ناامني ده، نور له جنګه ستړي یو، دلته په نوي ډول ترهګري دوام لري، د مشرانو پر کورونو بریدونه کیږي. که حکومت امن پرځایې او د ناامنۍ پېښو مخنیوی ونه کړي نو جانیخېل به د پرلت د پراخولو پریکړه وکړي."

بلخوا د سیمې امنیتي ځواکونه دریځ لري چې دوی نه یوازې هلته بلکې په ټوله سیمه کې د ترهګرۍ مخنیوي او د امن ټینګښت ته ژمن دي.

د جانيخېل یو لوړپوړي امنیتي چارواکي د اپرېل پر شپږمه د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل، "د ناامنۍ ختمولو په موخه، په جانیخېل، لکي مروت او خواوشا سیمو کې د وسلوالو ضد ځانګړي عملیات دوام لري."

په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو ضد پرضد د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر له ۱۵مې د ضرب عضب په نوم پراخ پوځي عملیات شوي ول چې له امله یې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.

حکومت وایي بې کوره شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي خو د دته خېل تحصیل نیمایي او شوال نه بې کوره شوي لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

په جانیخېلو کې خلکو په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د څلورو هلکانو مړو تر موندل کېدو وروسته پرلت وهلی وو چې تر نهو ورځو روان وو او له صوبايي حکومت سره تر موافقې وروسته پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته د جانیخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ز کال د مې په پای کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې په غبرګون کې تر شاوخوا یوې میاشتې احتجاجي ناسته کړې وه چې له حکومت سره یې د بلې موافقې په لاسلیکولو پای ته رسولې وه.

د بنو انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سیمې امنیت ته ژمن دي او په جانیخېلو کې پرمختیايي پروژې هم پلي کوي.

XS
SM
MD
LG