د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو پرلتوال وايي که نننۍ خبرې ناکامه شوې نو اسلام اباد ته د تګ پرېکړه کوي


ډاکټر ګل عالم وزیر د جونیخېلو پرلت ته د وینا پر مهال
ډاکټر ګل عالم وزیر د جونیخېلو پرلت ته د وینا پر مهال

د بنو جانیخېلو پرلتوال وايي، که له حکومتي چارواکو سره یې د جون پر ۲۱مه خبرې نتیجې ته و نه رسېدې نو تر اسلام اباده د لاریون پرېکړه کوي.

د پرلت یوه سمبالوونکي ندیم عسکر د جون پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، حکومتي چارواکو ورسره د مذاکراتو لپاره رابطه کړې ده.

دا پر داسې مهال ده چې د بنو په جانیخېلو کې احتجاجي ناسته پر ۲۲مه ورځ هم دوام لري او په سیمه کې یې د سرکار له لوري د امنیت تر عملي اقداماتو پورې په هدفي برید کې د وژل شوي یو ځايي مشر ملک نصیب خان د مړي له ښخولو انکار کړی.

عسکر وايي، که پرلتوال له حکومت سره په خبرو کې نتیجې ته و نه رسېدل نو د ګل یا دوشنبې پر ماښام به د احتجاج غځولو پرېکړه وکړي.

تر دې مخکې، د بنو د جانیخېلو پرلتوالو د حکومتي ډاډ له وجې د اسلام اباد پر لوري د احتجاجي لاریون پلان د جون تر ۲۰مې ځنډولی وو.

دوی وايي، اوس یې د لاریون تیاری کړی او ټرانسپورټ په ګډون یې نور بندوبست هم کړی دی.

د پرلت یو بل منتظم ډاکتر ګل عالم وزیر وايي، د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر شاه محمد وزیر د جون پر ۱۷مه پرلت ته ورغلی وو او د امنیت په برخه کې یې ورڅخه د عملي اقدام لپاره د بجټ تر وړاندې کولو وروسته دوې ورځې وخت غوښتی وو، چې د اتوار پر ورځ پوره شو. د خیبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۸مه د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړ.

د جانیخېلو یو مشر ملک موېز خان د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې وړاندې هم د بنو انتظامي مشر او نور چارواکي ورغلي ول، خو د ده په خبره، پرلتوال به له هغو چارواکو سره خبرې کوي چې د پرېکړو د عملي کولو واک ولري.

د بنو انتظامي چارواکي وايي چې په مارچ کې له جانیخېلو سره د شوي تړون عملي کولو اختیار لري او عملي کولی یې شي.

د جانیخېلو ولس د مې پر ۳۱مه د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې یوه ورځ وروسته د هدفي وژنو خلاف احتجاجي پرلت پیل کړ.

دوی وايي، حکومت دې په مارچ کې د څلور ځوانانو تر وژنې وروسته ورسره د سیمې د امنیت په اړه کړې موافقه عملي کړي، د ځوانانو او د ملک نصیب خان په وژنه کې دې ککړ کسان ونیسي او نوموړي کورنۍ ته دې تاوان ورکړي.

انتظامیه وايي، د ملک نصیب خان د وژنې پلټنې کوي او د ککړو کسانو د ګرفتارۍ هڅو ته یې دوام ورکړی. انتظامیه همداراز وايي، په مارچ کې شوې موافقې ته ژمنه ده او هرو مرو یې عملي کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG