د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې شاوخوا ۵۰ پرلتوالو د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی


په چمن کې د نه خوړلو احتجاج ځینې ګډونوال د قران سیپارې لولي - د جنورۍ ۲۱مې انځور.
په چمن کې د نه خوړلو احتجاج ځینې ګډونوال د قران سیپارې لولي - د جنورۍ ۲۱مې انځور.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کېدو پرضد په چمن کې د پرلتوالو یوې ډلې د نه خوړلو اعتصاب یا احتجاج پیل کړی دی.

د پرلت مشر غوث الله مشال راډیو ته وویل چې ده او تر ۵۰ پورې نورو احتجاجیانو د جنورۍ پر ۲۱مه د نه خوړو احتجاج پیل کړ چې د غوښتنې تر منل کېدو پورې ورته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تورخم کې د پاکستانیو چارواکو له خوا د سامان وړونکو ډرېورانو لپاره د سفري اسنادو د لازمي کولو له کبله هلته د جنورۍ له ۱۳مې راهیسې سوداګري درېدلې ده.

د چمن پرلتوالو د جنورۍ پر ۱۶مه ویلي ول چې که حکومت یې غوښتنه و نه مني نو د نه خوړلو اعتصاب پیلوي.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي. حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو میاشتو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

په پرلت کې د سوداګرو ترڅنګ ګڼ هغه پنډیان (چې ځايي خلک یې لغړیان بولي) هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول.

پرلتوالو د خپلې غوښتنې نه پوره کېدو له کبله د نومبر له ۲۰مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت لپاره تړلې ده.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي د جنورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وویل چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته به بغير له دې اسنادو د سفر اجازه نه وي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.

د پاکستان چارواکو د چمن تر څنګ افغانستان ته پر تلونکو نورو لارو لکه تورخم، غلام خان، خرلڅۍ او انګور اډې هم د سفري اسنادو شرط عملي کړی دی.

له دې وجې هغه لارې د تجارت لپاره تړل شوي او سوداګر غوښتنه کوي چې حکومت دې د پاسپورټ او وېزې شرايط اسانه کړي.

په همدې حال کې د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم د سفري اسنادو لازمي کېدو پرضد او د یوشمېر نورو غوښتنو لپاره له څه باندې ۷۰ ورځو راهیسې پرلت روان دی.

پرلتوال له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستل، امنيت، بجلي، د موبایل ټېلېفون شبکه، روغتونونه او د تعليمي ادارو فعالیت غواړي.

د پاکستان حکومت وايي، د سفري اسنادو د لازمي کېدو له شرطه نه په شا کېږي خو زیاتوي چې د امنیت، انټرنېټي خدماتو، د برېښنا ورکولو او د روغتونونو او تعلیمي ادارو فعالولو ژمنې پوره کوي.

XS
SM
MD
LG