د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوال وايي، حکومت یې په زور د احتجاج ختمول غواړي


د پرلت مشر غوث الله مشال راډیو ته وویل چې تر څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلې تر هغه وخته به د اکتوبر له ۲۱مې پیل کړی احتجاج ختم نه کړي.
د پرلت مشر غوث الله مشال راډیو ته وویل چې تر څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلې تر هغه وخته به د اکتوبر له ۲۱مې پیل کړی احتجاج ختم نه کړي.

افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي‌کېدو پرضد د روان پرلت مشران وايي، پولیس او لېویز هڅه کوي چې د دوی پرلت په زور ختم کړي.

د دې پرلت مشر غوث الله د دیسمبر پر لسمه، د شپې ناوخته مشال راډيو ته وويل، دوی خبر شوي وو چې امنيتي ځواکونه به پرې په کورونو کې چاپې وهي نو ځکه یې تر نيمې شپې پرلت ته دوام ورکړ.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د لسم دسمبر په شپه پرلت ته د وينا په وخت وويل چې پولیس دې د مقدمو درجولو پر ځای د خلکو غوښتنې ومني.

هغه وویل، "زه دې ریاست ته حيران یم چې فکر کوي چې خلک به یې د هرې ناجایزې په اړه هېڅ نه وايي. دوی له خلکو روزګار اخلي او بیا یې په مقدمو ويروي. پر پرلتوالو چاپې وهي او ګرفتاروي یې. زه ریاست او حکومت ته وايم چې که ته دا فکر کوي چې په پښتو او غيرت تړلي دا خلک به په ټوپکونو وويروې، نو دا ستا لیونتوب دی."

د پرلت مشر غوث الله مشال راډیو ته وویل چې تر څو یې حکومت غوښتنې نه وي منلې تر هغه وخته به د اکتوبر له ۲۱مې پیل کړی احتجاج ختم نه کړي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزي د دسمبر پر اتمه په يوه خبري غونډه کې تور پورې کړ چې د چمن په پرلت کې افغان کډوال ناست دي او مظاهره چيانو پټ کړي دي .

د ده په وینا، پولیس به یې پرضد کاروايي کوي. د هغه په خبره د دوو هېوادونو ترمنځ پاسپورټ او وېزه عادي او قانوني خبره ده نو ځکه بايد څوک احتجاج ونکړي.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د چمن پر پوله افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړی دی.

د دې پرضد ځايي‌ پنډیانو، سوداګرو او سیاسي‌ګوندونو په شریکه احتجاجي پرلت وهلی دی چې د دسمبر پر لسمه یې ۵۱ ورځې پوره شوې.

دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې د پخوا په څېر خلکو ته پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

پرلتوالو د دې غوښتنې نه پوره کېدو له کبله د نومبر له ۲۰مې راهیسې د چمن او سپين بولدک ترمينځ لويه لاره هم د هر ډول تجارت لپاره تړلې ده.

دوی وايي د پاکستاني حکومت دا شرط ځکه نه مني چې د دوی په وینا، له دې څخه په زرګونه داسې خلک بې روزګاره کېږي چې د امدن لپاره یوازېنۍ وسیله یې پر دې لاره مزدوري کول دي.

د پاکستان حکومت وایي چې دا ګام یې په هېواد کې د امنیت ساتلو او قاچاق د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.

دوی وايي وايي چې له افغانستان سره د سفر لپاره یو ډول نظام عملي کوي او داسې نه شي کېدای چې په یو ځای کې دې خلک په پاسپورټ او ویزې او په بله لاره دې په شناختي کارډ او تذکرو تګ راتګ وکړي.

خو په چمن کې د روان پرلت ملاتړ نه یوازې سیاسي ګوندونه کوي بلکې د دې ګوندونو مشران او استازي وخت پر وخت ورځي او پرلت ته ویناوې هم کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د دسمبر پر نهمه پرلت ته په وینا کې اعلان وکړ چې که د دسمبر تر ۱۵مې د پرلت غوښتنې ونه منلې شوې نو دوی به دا احتجاج د بلوچستان ټولو پښتون مېشتو سیمه ته وغځوي.

اڅکزی: د غوښتنو نه منلو صورت کې د چمن پرلت د بلوچستان نورو سیمو ته غځوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

په عین وخت کې پرلتوالو یو نماینده کمېټۍ هم جوړه کړې ده چې له سیاسي ګوندونو او ریاستي چارواکو سره خبرې اترې کوي. خو د دوی خبرو تر اوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.

د چمن تر څنګ د جنوبي وزيرستان د انګور اډې خلکو له خوا هم پرلت دوام لري.

هلته احتجاج کونکي ۱۸ غوښتنې لري چې د انټرنيټ او موبایل سرویس د بحالۍ تر څنګ پکې دا غوښتنه هم شامله ده چې ځايي خلکو ته دې پر انګور اډه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختم شي.

پرلتوالو د احتجاج په توګه د انګور اډې بازار او مرکزي لاره تړلې ده.

XS
SM
MD
LG