د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نګران حکومت د پاسپورت او ویزو لازمي کېدو پرضد د پرلتوالو غوښتنې رد کړې دي


د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د ۲۰۲۳ز د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور
د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د ۲۰۲۳ز د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور

د پاکستان نګران حکومت په چمن کې د پاسپورت او ویزو لازمي کېدو پر ضد ناستو احتجاج کوونکو غوښتنې رد کړې دي.

د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي يوې خبري غونډې ته وويل چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په چمن کې د زرګونو کسانو د احتجاجي پرلت د جنورۍ پر ۱۱مه پر ۸۵مې ورځې روان دی او احتجاجیان وايي له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي.

پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې د چمن او سپین بولدک خلکو ته د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې او يا د يوې بلې اجازتنامې (پرمټ) په مرسته د تګ راتګ اجازه ورکړي. دوی وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط د زرګونو خلکو روزګار اغېزمنوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي.

حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

د پرلت زياتره ګډونوال هغه پنډیان يا د ځايي خلکو په خبره لغړیان دي، چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول.

پرلتوالو د نومبر له ۲۰مې له چمنه سپین بولدک ته تلونکې لاره هم د سامان وړونکو ګاډو پر مخ تړلې ده.

د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي تر دې وړاندې هم ويلي ول چې حکومت د پاسپورټ او ویزې د لازمي کولو له شرطه نه په شا کېږي خو د دې پرېکړې له اغېزمنو شویو سره مرسته کول غواړي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې حکومت به هغو خلکو ته د میاشتې ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي چې روزګار یې په چمن کې د پاسپورټ او ویزې د شرط له امله اغېزمن شوی دی.

اڅکزي ادعا وکړه چې تر اوسه ورسره ۴۰۰ کسانو د هغو پیسو اخیستلو لپاره نومونه ثبت کړي دي او د نورو خلکو د ثبتولو کار د ضلعې د مشر په دفتر کې روان دی.

خو د چمن زياتره پرلتوالو دا پرېکړه رد کړې ده او ویلي یې دي چې اغېزمن شوي خلک له حکومته "خیرات" نه غواړي، بلکې پر پوله د پخوا په څېر خپل روزګار غواړي.

XS
SM
MD
LG