د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پرلتوال وایي حکومت یې لا هم غوښتنې نه دي منلي


د انګور اډې خلکو له نومبر راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی ـ د ډېسېمبر لومړۍ نېټې انځور.
د انګور اډې خلکو له نومبر راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی ـ د ډېسېمبر لومړۍ نېټې انځور.

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکي وايي چې له يوې نيمې میاشتې راهیسې يې په احتجاج دي خو حکومت یې غوښتنې نه دې منلې.

په پرلت کې ناست د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر محب وزیر د ډېسېمبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې دوی له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستل، امنيت، بجلي، د موبایل ټېلېفون شبکه (نېټورک)، روغتونونه او د تعليمي ادارو فعالیت غواړي.

د هغه په وينا، سوداګریز ګاډي هم ولاړ دي خو هېڅ حکومتي چارواکي د سلګونو مظاهرچيانو غږ نه دی اورېدلی.

د سیمې انتظامي مشر محمد ناصر مشال راډيو ته وويل چې د پرلتوالو د بیارغونې د کارونو غوښتنې یې منلې او کوښښ کوي چې مسایل حل شي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په مياشت کې افغانستان ته پر تللو ټولو لارو د پاسپوټ او ویزې درلودو شرط لازمي کړی دی چې پر ضد یې په چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د سیمې خلکو پرلت وهلی دی.

افغانستان ته د تګ راتګ له لارو څخه یې یوه د انګور اډې دهه چې وزيرستان له پکتيکا سره تړي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG