د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوالو "د نه خوړلو هړتال" پيلولو خبرداری ورکړ


د چمن پرلت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې روان دی
د چمن پرلت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې روان دی

افغانستان ته د تګ راتګ لپار د پاسپورټ او ویزې لازمې کېدو پرضد په چمن کې روان پرلت حکومت ته خبرداری ورکړې چې که یې غوښتنې ونه منل شوې نو د نه خوړلو هړتال به پیل کړي.

د پرلت مشر غوث الله د جنورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې که حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو د جنورۍ له ۲۰مې به ۵۰ کسان په چمن کې د ملېشه ځواک د مرکز مخې ته د نه خوړلو هړتال پيلوي.

د هغه په وینا، دا کسان به بیا تر هغه وخته څه نه خوري چې حکومت د پرلتوالو غوښتنې نه وي پوره کړې. نوموړي ټينګار وکړ چې غوښتنې یې سختې نه دي او ځايي خلکو ته د چمن او سپين بولدک ترمنځ د کاروبار اسانولو لپاره د پاسپورټ او وېزې شرې ختمېدل غواړي.

دا زرګونو پرلتوال د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې په چمن کې د احتجاج په ډول ناست دي. دوی غوښتنه کوي چې د ورځې څو ځل پر چمن اوړي راوړي نه نو نه شي‌کولی چې هر ځل ټاپې او وېزې ولګوي. دوی وايي د پاکستان حکومت دې د پخوا په شان پر چمن لارې پر شناختي کارډ او افغان تذکره تګ راتګ ته پرېښوول شي.

پرلتوال وايي چې د پاسپورټ او ویزې شرط د زرګونو خلکو روزګار اغېزمنوي. د پاکستان مرکزي او د بلوچستان صوبايي حکومت تر اوسه د پرلتوالو د دې تازه اعلان په اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې یې دا غوښتنه رد کړې وه چې ګواکې د پاسپورټ او ویزې شرط دې ختم کړل شي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي د جنورۍ پر ۱۵مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ سره عملي کېږي او هېچا ته به بغير له دې اسنادو د سفر اجازه نه وي.

د چمن تر څنګ پاکستان افغانستان ته پر تللو نورو لارو لکه تورخم، غلام خان او انګور اډې هم ورته شرايط عملي‌کړي دي. له دې امله دغه لارې د تجارت لپاره تړل شوي او سوداګر غوښتنه کوي چې د پاسپورټ او وېزې شرايط دې اسانه کړل شي. خو د پاکستان نګران حکومت تر اوسه پورې دا غوښتنې نه دي منلې.

XS
SM
MD
LG