د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې د روان پرلت ۷۰ ورځې پوره شوې


د انګور اډې پرلتوال وايي دوی له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستل، امنيت، بجلي، د موبایل ټېلېفون شبکه ، روغتونونه او د تعليمي ادارو فعالیت غواړي.
د انګور اډې پرلتوال وايي دوی له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستل، امنيت، بجلي، د موبایل ټېلېفون شبکه ، روغتونونه او د تعليمي ادارو فعالیت غواړي.

د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې د روان پرلت ګډونوال وايي، ۷۰ ورځې وشوې چې ناست دي‌ خو لا یې هم حکومت غوښتنې نه دي پوره کړې.

په پرلت کې ناست یو ځايي قبایلي‌ مشر محمد رسول د جنورۍ پر ۱۹ مه مشال راډيو ته وويل چې له ۷۲ ورځو په دې سخته یخنۍ کې پر احتجاج ناست دي‌ خو حکومتي چارواکي یې غږ نه اوري.

نوموړي وویل چې دوی له افغانستان سره د انګور اډې لارې پرانیستل، امنيت، بجلي، د موبایل ټېلېفون شبکه ، روغتونونه او د تعليمي ادارو فعالیت غواړي.

محمد رسول وویل چې سوداګریز ګاډي هم ولاړ دي خو هېڅ حکومتي چارواکي هم د سلګونو مظاهرچيانو غوښتنو ته غوږ نه دی نیولی.

نوموړی وايي که غوښتنې يې ونه منل شوې نو د فبرورۍ په اتمه په ملک کې له کېدوونکو عامو انتخاباتو به بايکاټ وکړي.

محمد رسول زیاته کړه چې دوی ته د پاکستاني حکومت له خوا د پاسپورټ او ویزې شرط ځکه د منلو وړ نه دی چې نیمه قبیله یې د پولې یوې خوا او نیمه یې بلې خوا ته پرته ده.

په پرلت کې ناست د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځايي مشر محب وزیر مشال راډیو ته وویل چې دوی د پاسپورټ او ویزې شرط نشي منلای. د دوی په وینا، هغه ځکه چې دې ګام له ځايي خلکو د روزګار او روزي ګټلو وسیله اخیستې ده.

د سیمې انتظامي مشر محمد ناصر مشال راډيو ته وويل چې د پرلتوالو د بیارغونې د کارونو غوښتنې یې منلې دي او هڅه کوي چې مسایل يې حل شي.

د جنوبي‌ وزیرستان انتظامي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو هڅه کوي خو لا هم د پرلتوالو په وینا، د دوی غوښتنې نه دي‌ منل شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ګڼ شمېر د تګ راتګ لارې دي او د انګور اډې لار یو له هغو ده چې وزيرستان له پکتيکا سره تړي.

د انګور اډې ترڅنګ په چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهسې په ګڼ شمېر خلک د دې لپاره پر پرلت ناست دي‌ چې پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.

دا پرلتونه له هغه وروسته پیل شو چې پاکستاني حکومت د اکتوبر په مياشت کې افغانستان ته پر تللو ټولو لارو د پاسپوټ او ویزې درلودو شرط لازمي کړی دی.

پاکستان د خپلې دې تګلارې په دوام سره د جنورۍ پر ۱۳مه پر تورخم لاره د افغان ډرایورانو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل.

د پاکستان د دې ګام په غبرګون کې افغانستان کې واکمنو طالبانو هم ورته ګام پورته کړې او بې له پاسپورټ او ویزې یې د پاکستانیو ډرایورانو پر ورتګ بندیز ولګاوی.

د دې له کبله د جنورۍ له ۱۳مې راهسې پر تورخم دروازه هر ډول تجارت ولاړ دی چې له کبله یې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ په سامانونو بار ایسارې دي.

XS
SM
MD
LG