د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانيو چارواکو د سامان وړونکو ګاډو ډرېورانو لپاره د پاسپورټ شرط عملي کړ


تورخم ته تلونکي تجارتي ګاډي - انځور له ارشیفه
تورخم ته تلونکي تجارتي ګاډي - انځور له ارشیفه

د تورخم انتظامیې د افغان ډریورانو لپاره د ویزې شرط یو وارې بیا لازمی کړی چې له امله یې دواړو خواو ته سلګونه ګاډي درېدلي دي.

په تورخم کې د کسټم یو چارواکي صدیق اکبر د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل: "نن له سهاره راهیسې په تورخم دروازه د پاسپورټ او وېزې شرط لازمي کړل شوی دی. له کومو ډرایورانو سره چې لازم سفري اسناد نه وو موجود، د هغوی لارۍ ایسارې کړل شوي دی. له دې سره دوه اړخیزه سوداګري ځنډېدلې."

د نوموړي په وینا دا پرېکړه د پاکستان د پوځ یوې ادارې "پاکستان میلیټري اپرېشن ډایرکټورېټ" کړېده چې د هغه په وینا یاده اداره په سرحدي سیمو کې ټولې پرېکړې کوي.

د افغانستان یو سوداګر کلیم الله مشال راډیو ته وویل، پکار ده چې د دغې ستونزې څه مستقل حل را وویستل شي: "یو ځل بیا په دروازه کې د میوې او ترکارۍ لارۍ ولاړې دي او په داسې وخت کې سختي شروع شوې ده. پکار ده موټروانانو ته د راهدارۍ ځانګړي کارتونه ورکړل شي ځکه چې په افغانستان کې د پاسپورټونو جوړول ډېر ګران شوي او د پاکستان وېزه هم څوک په اسانه لاس ته راوړلی نه شي."

بل لوري ته افغان طالبان هم بې له ویزې هلته د ورتګ لپاره پاکستاني ډریورانو ته اجازه نه ورکوي چې ورسره د تورخم بلې غاړې ته هم ګڼ ګاډي ایسار پاتې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې ویلي وو چې وېزې او پاسپورټ نه لرونکو ډرايورانو ته اجازه نشته چې پر تورخم مال وړونکي ګاډي پاکستان ته واړوي. هغه وخت هم سلګونه ګاډي تر څو ورځو د تورخم دواړو غاړو ته درېدلي وو.

د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د بارډرمنیجمنټ په نوم د پولې سنبالولو پالیسي عملي کړې او بغیر پاسپورټ او ویزې چا ته اجازه نه ورکوي چې په تورخم دروازه تګ راتګ وکړي خو له ټرانزیټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډریورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله. دوی به خپل شناختي کارډونه او تذکرې کارولې.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې افغان ډریورانو ته یې څو څو وارې ویلي دي چې د تګ راتګ لپاره خپل اسناد پوره کړي خو د جنورۍ له ۱۳مې یې هغه شرط بیا عملي کړ.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت په وخت د سوداګریزو مالونو او خلکو د تګ راتګ په وړاندې تړل شوې ده.

تر دې وړاندې د تېر کال په ډېسمېبر کې په تورخم کې يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښت، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کاوه.

د پاکستاني چارواکو لخوا د افغان ډریورانو لپاره د ویزې او پاسپورټ لازمي کولو شرط دا ځل په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ پلاوی افغانستان ته تر سفر وروسته د جنورۍ پر ۱۲مه پاکستان ته ستون شوی دی.

مولا فضل الرحمان د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمینځ د ستونزو حلول ښودلي وو.

XS
SM
MD
LG