د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړې دي


پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د د ډېسېمبر پر ۱۹مه په کوټه کې هم د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهره وکړه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو ضلعو کې د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړې دي.

دا مظاهرې په داسې حال کې تر سره شوې چې د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر نهمه په چمن کې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط لازمي کېدو پرضد روان پرلت ته د وینا پر مهال ویلي وو چې که حکومت د ډېسېمبر تر ۱۵مې د پرلتوالو غوښتنې ونه منلې، نو دوی به د بلوچستان په ټولو پښتون مېشتو ضلعو کې د مرستیال کمېشنرانو د دفترونو مخې ته احتجاجونه پيلوي.

له هغه وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۷مه په کوټه پرېس کلب کې د يوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ چې د ګوند غړي به د ډېسېمبر پر ۱۹مه، چې د پرلت ۶۰مه ورځ کېږي، احتجاجي مظاهرې کوي.

پرلتوال غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي.

په چمن کې د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو لخوا پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لري چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې د چمن پر پوله افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړی دی.

حکومت وايي چې دا کار د امنیت ټینګښت او د قاچاق مخنیوي لپاره اړین دی او له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

حکومت زیاتوي، له افغانستان سره د سفر لپاره یو ډول نظام عملي کوي او داسې نه شي کېدای چې په یو ځای کې دې خلک په پاسپورټ او ویزې او په بله لاره دې په شناختي کارډ او تذکرو تګ راتګ وکړي.

په عین وخت کې پرلتوالو یو نماینده کمېټۍ هم جوړه کړې ده چې له سیاسي ګوندونو او ریاستي چارواکو سره خبرې اترې کوي، خو لا هم کومې متفقه حللارې ته نه دي سره رسېدلي.

XS
SM
MD
LG