د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن سوداګرو د پرلتوالو په ملاتړ کاربندیز کړی دی


د ډېسېمبر پر ۳۱مه په چمن کې د کاربندیز له وجې دوکانونه تړلي دي.
د ډېسېمبر پر ۳۱مه په چمن کې د کاربندیز له وجې دوکانونه تړلي دي.

د چمن پرلتوال وايي چې سوداګرو ورسره د یووالي ښوولو لپاره د ډېسېمبر پر ۳۱مه په هغه ښار او د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د بلوچستان په ټولو پښتون مېشته سیمو کې کاربندیز اعلان کړی دی.

د پرلت ویاند او د چمن د سوداګرو مشر صادق اڅکزي د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، د ژمي پر دې یخنۍ سربېره د غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج جاري ساتي.

د پاکستان نګران حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي. حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه هغه شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې د چمن او سپین بولدک خلکو ته د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې او يا د يوې بلې اجازتنامې (پرمټ) په مرسته د تګ راتګ اجازه ورکړي. دوی وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط د زرګونو خلکو روزګار اغېزمنوي.

په پرلت کې د سوداګرو ترڅنګ ګڼ هغه پنډیان (چې ځايي خلک یې لغړیان بولي) هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول.

تر دې وړاندې د چمن د پرلتوالو په ملاتړ کې ماشومانو او معیوبینو هم احتجاجي لاریونونه کړي دي او پر ډېورنډ کرښه یې د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کولو غندنه کړې ده، خو حکومت هلته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې پر لازمي کولو ټینګار کوي.

حکومت البته اعلان کړی چې هغو خلکو ته به د میاشتې ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي چې روزګار یې په چمن کې د پاسپورټ او ویزې د شرط له امله اغېزمن شوی دی.

د صوبې د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په چمن کې د بې روزګاره شویو خلکو د مرستې لپاره شپږ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي.

اڅکزي وویل، تر اوسه ورسره ۴۰۰ کسانو د هغو پیسو اخیستلو لپاره نومونه ثبت کړي دي او د نورو خلکو د ثبتولو کار د ضلعې د مشر په دفتر کې روان دی.

هغه وویل، حکومت د پاسپورټ او ویزې د لازمي کولو له شرطه نه په شا کېږي خو له دې پرېکړې له اغېزمنو شویو سره مرسته کول غواړي.

خو د چمن زياتره پرلتوالو دا پرېکړه رد کړې ده او ویلي یې دي چې اغېزمن شوي خلک له حکومته "خیرات" نه غواړي، بلکې پر پوله د پخوا په څېر خپل روزګار غواړي.

د چمن يو پرلتوال او د لغړي اتحاد یو مشر امیر محمد مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې ورته پیسې نه بلکې پر پوله د مزدورۍ اجازه ورکړي. "دا خیرات به موږ ته یوه میاشت راکړي، دوه میاشتې به یې راکړي. تر څو به یې راکوي؟ خو موږ دې خپل روزګار کولو ته ایله کړي (پرېږدي). جان اڅکزي ته هم وایو چې پښتون سړی یې، مه ځان ستړی کوه او مه قام ستړی کوه، موږ ته خیرات مه راکوه، لاره راته ایله کړه."

XS
SM
MD
LG