د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د غوښتنو نه منلو صورت کې د چمن پرلت د بلوچستان نورو سیمو ته غځوو


اڅکزی: د غوښتنو نه منلو صورت کې د چمن پرلت د بلوچستان نورو سیمو ته غځوو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پر ضد پرلت نن (د ډېسېمبر پر نهمه) پر ۵۰مه ورځ هم دوام لري. د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي. پرلت ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي که د ډېسېمبر تر ۱۵مې پورې د چمن پرلت غوښتنې ونه منل شوې نو دا احتجاج به د بلوچستان ټولو پښتون مېشتو سيمو ته غځوي. د پرلتوالو او حکومت ترمينځ خبرو تر اوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې. ويډيو رپورټ

XS
SM
MD
LG