د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د چمن له اغېزمنو شویو کارګرو سره د مرستو اعلان کړی دی


په چمن کې د اکتوبر له ۲۱ د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو ضد پرلت روان دی ـ د ډېسمبر نهمې انځور.
په چمن کې د اکتوبر له ۲۱ د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو ضد پرلت روان دی ـ د ډېسمبر نهمې انځور.

د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی چې هغو خلکو ته به د میاشتې ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي چې روزګار یې په چمن کې د پاسپورټ او ویزې د شرط له امله اغېزمن شوی دی.

د صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په چمن کې د بې روزګاره شویو خلکو لپاره شپږ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي.

اڅکزي وویل، تر اوسه ۴۰۰ کسانو ورسره د هغو پیسو اخیستلو لپاره نومونه ثبت کړي دي او د نورو خلکو د ثبتولو کار د ضلعې د مشر په دفتر کې روان دی.

هغه وویل، حکومت د پاسپورټ او ویزې د لازمي کولو له شرطه نه په شا کېږي خو له دې لارې له اغیزمنو سره مرسته کول غواړي.

هغه دا ونه ویل چې دا مرستې به تر څه وخته او له څومره خلکو سره کېږي.

خو د چمن زياتره پرلتوالو دا پرېکړه رد کړې ده او ویلي یې دي چې اغېزمن شوي خلک له حکومته "خیرات" نه غواړي، بلکې پر پوله د پخوا په څېر خپل روزګار غواړي.

د چمن يو پرلتوال او د لغړي اتحاد یو مشر امیر محمد مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې ورته پیسې نه بلکې پر پوله د خوارۍ مزدورۍ اجازه ورکړي.

هغه وویل "دا خیرات به موږ ته یوه میاشت راکړي، دوه میاشتې به یې راکړي. تر څو به یې راکوي؟ خو موږ دې خپل روزګار کولو ته ایله کړي. جان اڅکزي ته هم وایو چې پښتون سړی یې، مه ځان ستړی کوه او مه قام ستړی کوه، موږ ته خیرات مه راکوه، لار راته ایله کړه."

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر ډيورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د حکومت د دې پرېکړې پرضد د چمن د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لري چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

پرلتوال غوښتنه کوي چې له افغانستان سره دې د چمن د لارې د ځايي خلکو تګ راتګ د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې وشي او يا هم د يوې بلې اجازتنامې (پرمټ) له لارې دې لاره ورته پرانيستل شي.

د چمن د پرلتوالو په ملاتړ کې ماشومانو او معیوبینو هم احتجاجي لاریونونه کړي دي او پر ډېورنډ کرښه یې د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کولو غندنه کړې ده، خو حکومت هلته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې پر لازمي کولو ټینګار کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG